ازادي راډيو د افغانستان په اړه خبرونه، رپورټونه، شننې، تبصرې خپروي او هره ورځ د راډیويي خپرونو ترڅنګ ویډیويي پروګرامونه او راپورونه هم خپروي.
اخوند له تهرانه غوښتنه کړې چې "د افغان مهاجرينو د ایستلو په بهیر کې د تدريج، ابرومندۍ او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي" چې هم د کډوالو حقونه خوندي شي او هم د طالبانو حکومت د ورستنېدونکو چارو ادارې کارکوونکي یې په ښه ډول مدیریت کړي.
په تاجکستان کې یوې معتبرې سرچینې د افغان کډوالو د کمېټۍ یو مسوول ته منسوب غږیز پیغام له مشال راډیو سره شریک کړی چې پکې هغه وايي، د جولای پر نهمه د کمېټۍ چارواکي د تاجکستان د ملي امنیت ریاست ته وربلل شوي ول او ورته یې وویل چې افغان کډوالو ته دې د هېواد پرېښودو لپاره ۱۵ ورځې مهلت ورکړي.
د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام د پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه نیول شوی دی. ظاهر قدیر تېره اوونۍ د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه هوټل کې نیول شوی وو.
په میانمار (چې پخوا برما بلل کېده) کې د مارچ ۲۸مې په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۱،۶۰۰ لوړ شوی دی. چارواکو اندېښنه ښوولې چې په میانمار او ګاونډي تایلینډ کې د زلزلې له وجې د وژل شویو شمېر لا زیاتېدای شي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
اوچا د مارچ پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو د رسنیزو چارو پر ووبپاڼه په تازه راپور کې ویلي دي چې یوازې په فبرورۍ کې یې د بشري مرستو د رسوونکو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي او د شتمنیو او تاسیساتو په نخښه کولو اووه پېښې ثبت کړې دي.
په تېرو میاشتو کې له یو لړ پرمختګونو ښکاري چې د طالب مشرانو ترمینځ مخالفتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي. د طالبانو د حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي له خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د مخالفتونو په سبب له افغانستانه وتلي دي. د صفي الله ستانکزي راپور وګورئ.
د هغه هېواد د کورنیو رسنیو یوشمېر سرچینو، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته تایید کړه چې د طالبانو د غوښتنې پر بنسټ یې د فبرورۍ له ۱۳مې څخه د سیاسي بحثونو خپرونې بندې کړې دي.
د جرمني پولیس وايي چې یو افغان وګړی یې د باوېریا (بایرن) ایالت په یو پارک کې د یو ماشوم او یو سړي د وژلو او درې کسانو د ژوبلولو په تور یې یو افغان وګړی نیولی دی. پولیس وايي، هغه سړي د جنورۍ پر ۲۲مه د اشافنبورګ په یو پارک کې پر هغو کسانو د چړو ګوزارونه کړي دي. نور په دې ویډیو کې.
یوشمېر کورنیو رسنیو د نوموړي د وینا ویډیو خپره کړې چې پکې هغه ویلي: "نن ټوله نړۍ له موږ سره پر همدې ستونزې اخته ده، همدا نیوکه پر موږ کوي. موږ چې پر کومه لاره روان یو، دا زموږ د طبیعت خبره ده، نه د شریعت."
د افغانستان په مرکز کابل کې پلورونکي وايي چې د ژمي په درشل کې د سون توکو او خوراکي شیانو بیې لوړې شوې دي. دوی وايي، د طالبانو حکومت د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی چې له وجې یې لرګی ګران شوی. ویډیويي رپورټ.
د کندهار په سپین بولدک کې یو شمېر کسان زړې راډیوګانې راسپړوي او له هغې سره زر لاس ته راوړي. د دې راډیوګانو په ځینو پرزو کې په لږ اندازه سره زر کارول شوي دي. په دې کار بوخت ځينې کارګران وايي، په میاشت کې شاوخوا ۱۵۰ ګرامه ښه باکیفیته سره زر لاس ته راوړي. ويډيويي راپور
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي د اګست پر ۱۳مه نېټه په بیان کې اټکل کړی چې د روان ۲۰۲۴ز کال د مې او اکتوبر میاشتو ترمینځ ۱۲.۴ مېلیونه افغانان له غذايي نامصوونیت یا د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخېدای شي.
یوشمېر معذوران وايي، د کاري ستونزو او نورو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي تر څنګ ټولنیزې ننګونې هم شته او په بېلابېلو نومونو لکه کمزوري، ړانده، کاڼه او ګوډ، یادېږي چې پر روحیه یې ناسم اغېز کوي.
ه پاکستانه خپل هېواد ته تازه ستانه شوي افغانان په موقتي کیمپونو کې ستونزو شکایتونه لري.
د وزارت ویاند جانان سایق د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، ورستیو زلزلو لږترلږه ۲،۰۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او تر دې زیات یې زیانمن کړي دي.
په عین حال کې نړیوال سازمانونه او ځايي چارواکي د مرګژوبلې په اړه نور ارقام ورکوي. ملګرو ملتونو د اکتوبر پر اوومه ناوخته وویل چې له لومړني اټکل سره سم، په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۳۲۰ دی. ځايي چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې په زلزله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي.
په افغانستان کې د نسکور شوي جمهوري حکومت د څارنوالانو ټولنه دعوه کوي چې طالبانو نېږدې ۳۰ پخواني څارنوال وژلي او ۴۰ یې شکنجه کړي دي. طالبانو د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو ادعا کوي چې د ټولو وګړو امنيت یې خوندي کړی دی.
په کندهار کې ګڼ افغان کوچنیان د کورنۍ د بې وزلۍ له کبله سختو کارونو کولو ته مجبور شوي دي. ملګرو ملتونو په خپل یو وروستي رپورټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ سلنه ماشومان درنو کارونو کولو ته اړ دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
وېسټ د سېپټېمبر پر ۲۸مه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوې غونډې ته وویل، د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري د جولای پر ۳۱مه د امریکا په ډرون برید کې تر وژنې مخکې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په پلازمېنه کې له ازادۍ برخمن وو.
د شورا په وینا، په الف ګروپ کې افغانستان، نیو زیلینډ، انګلستان او اسټرالیا شاملې دي او دوه نورې لوبډلې به تر لومړي پړاو وروسته ګروپ ته لاره مومي.
نور وښیئ