په تاجکستان کې پراته یوشمېر افغانان دعوه کوي چې چارواکو ورته شفاهي (زباني) وینا کړې چې په ۱۵ ورځو کې دې له هغه هېواده وځي.
یو افغان، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، د جولای پر نهمه یې مشال راډیو ته وویل، پر قانوني اسنادو لرلو سربېره یې د تاجکستان امنیت اړوند کسان کور ته ورغلي ول او ورته یې د هېواد پرېښودو امر وکړ. "زموږ د کورونو دروازو ته د امنیت خلک راځي، وايي وځئ، که تر ۱۵ ورځو و نه وځئ، قانوني چلند به درسره وشي. دا خبره یې رسمي نه ده اعلان کړې، دلته خو ټول اسناد لري، او ناقانونه نه شي راتللی، ټول ثبت دي."
سوره هغه افغانه ده چې په تاجکستان کې تر شاوخوا څلور کلنې استوګنې وروسته دوه میاشتې مخکې کاناډا ته ولېږدول شوه. هغې مشال راډیو ته وویل چې د کورنۍ غړي یې لا هم په تاجکستان کې دي او کاناډا ته د تګ چارو بشپړېدو په انتظار دي.
هغه وايي، تاجک چارواکو یې د کورنۍ سړي یې د کار له ځایه ونیول او افغانستان ته یې ولېږدول.
د تاجکستان حکومت، په دوشنبې کې افغان سفارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
خو په تاجکستان کې یوې معتبرې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستای شي، په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د کمېټۍ یو مسوول ته منسوب غږیز پیغام له مشال راډیو سره شریک کړی چې پکې هغه وايي، د جولای پر نهمه د کمېټۍ چارواکي د تاجکستان د ملي امنیت ریاست ته وربلل شوي ول او ورته یې وویل چې افغان کډوالو ته دې د هېواد پرېښودو لپاره ۱۵ ورځې مهلت ورکړي.
د طالبانو د حکومت د ورستنېدونکو چارو وزارت په مې میاشت کې ویلي ول چې تاجکستان ۴۸ افغانان د شېر خان بندر له لارې ایستلي دي. وزارت ویلي ول چې له هغو څخه یې ۳۶ کسانو د تاجکستان د اقامت اسناد لرل او ۱۲ نورو یې قانوني پاسپورټ او ویزې لرلې.
تاجکستان د افغانستان په شمال کې پروت دی. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې زرګونه افغانان هلته ورغلل چې ډېری یې بل کوم هېواد ته د تګ په انتظار دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ز کال د ارقامو له محې په تاجکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر شاوخوا ۱۰،۰۰۰ دی.
تاجک چارواکو پر داسې مهال افغانانو ته د وتلو نېټه ورکړې چې له تېرې میاشتې راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شوي دي. داراز، پاکستان هم له سږني اپرېله د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. د ملګرو ملتونو خبري ووبپاڼې د جولای پر درېیمه وویل چې ایران او پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له پای راهیسې تر ۲.۴۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته لېږدولي دي.