د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچینې: طالبانو پر رسنیو پر ثبتي سیاسي خپرونو بندیز لګولی


په کابل کې د یو ټېلېوېژن کارکوونکي د خبرونو په مرکزي خونه کې ناست دي - پخوانی انځور.
په کابل کې د یو ټېلېوېژن کارکوونکي د خبرونو په مرکزي خونه کې ناست دي - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د افغانستان کورنیو رسنیو ته امر کړی چې ټولې ثبتي سیاسي خپرونې دې بندې کړي.

د هغه هېواد د کورنیو رسنیو یوشمېر سرچینو، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته تایید کړه چې د طالبانو د غوښتنې پر بنسټ یې د فبرورۍ له ۱۳مې څخه د سیاسي بحثونو خپرونې بندې کړې دي.

امریکا غږ دري راډیو وايي چې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ بنسټ د فبرورۍ پر ۱۴مه په بیان کې ویلي دي چې د طالبانو چارواکو رسنیو ته شفاهي امر کړی دی.

هغه بنسټ دا اقدام غندلی او دا یې "د بیان ازادۍ او د رسنیو حقونو ښکاره سرغړونه" بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال طالبانو پر ټولو رسنیو پر ژوندیو سیاسي خپرونو بندیز لګولی وو.

هغه وخت ځینو رسنیو ویلي ول چې د خپرونو ګډونوال مېلمانه هم د طالبانو له ورکړي لېسټه انتخابېدل.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتي او فرهنګي چارو وزارت یا نورو ادارو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي خو یوې سرچینې مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومتي چارواکي ښايي فبرورۍ پر ۱۵مه د تازه بندیز په اړه د رسنیو له مسوولینو سره ناسته ولري.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون نافذ کړ چې له مخې یې پر رسنیو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو هم بندیز ولګېد.

له دې سره سم، د خوست، بادغیس، هېلمند، نورستان، تخار او میدان وردګو په ګډون په ډېریو ولایتونو کې د طالبانو تر واک لاندې د ملې ټېلېوېژن څانګو او یوشمېر شخصي ټېلېوېژنونو یا خپرونې ودرولې او یا یې هم غږیزې کړې.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر رسنیو یولړ محدودیتونه او بندیزونه لګولي او وخت په وخت یې ځینې خبریالان بندي کړي دي.

ملګرو ملتونو د تېر کال په نومبر کې پر طالبانو غږ وکړ چې پر رسنیو دې بندیزونه لیرې کړي.

داراز، په افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان تېر کال په مې کې د رسنیو ازادۍ په مناسبت په یو بیان کې وویل چې په هغه هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي دي چې بندي کول، لنډمهاله توقیف، احضار، شفاهي ګواښونه او د طالبانو د غوښتنو د جبري منلو موارد پکې شامل دي.

د بې پولې خبريالانو سازمان (ار اېس اېف) هم د ۲۰۲۴ز کال په مې کې وویل چې افغانستان د رسنیو ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۷۸م مقام ته ښکته شوی دی.

خو د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونه د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې خوندي دي.

XS
SM
MD
LG