ملګري ملتونه وايي، ټول هېوادونه دې له خطر سره د مخامخو افغانانو هېواد ته له ستنولو لاس واخلي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د جولای پر ۲۴مه په ګډ راپور کې ویلي دي چې له نورو هېوادونو څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي افغانان د "ځورولو، خپلسري بندي کېدو او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې" په څېر له خطرونو سره مخامخېدای شي.
راپور له ۴۹ کسانو سره د مرکې پر بنسټ جوړ شوی او پکې ښځې او نجونه، د پخواني حکومت کارکوونکي او د امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان تر ټولو زیات زیان پذیره بلل شوي دي.
راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو مشر فولکر ترک له خولې ویلي، هېڅوک باید یو داسې هېواد ته و نه لېږدول شي چې پکې د خپل هویت یا پخواني شخصي ژوند له وجې د ځورونې له خطر سره مخامخ وي.
نوموړي وړاندې ویلي، "په افغانستان کې دا وضعیت د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو زیات کړکېچن دی" چې پر وړاندې یې داسې اقدامات کېږي چې د "جنسیت پر اساس ځورونې" بلل کېدای شي.
دا راپور پر داسې مهال خپور شوی دی چې د روان کال له پسرلي راهیسې پاکستان او ایران د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.
د دې تر څنګ جرمني هم په "جرمونو کې د ککړتیا" پر اساس لسګونه افغانان د طالبانو تر واک لاندې هېواد ته استولي او داراز، په امریکا کې هم د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې د لسګونه زره افغانانو د موقت خوندیتوب وضعیت پای ته رسولی او د هغوی افغانستان ته د لېږد خطر زېږېدلی دی.
له دې پرته، په تاجکستان کې پرتو یوشمېر افغانانو هم د جولای پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې چارواکو ورته شفاهي (زباني) وینا کړې چې په ۱۵ ورځو کې دې له هغه هېواده وځي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې زرګونه افغانان هلته ورغلل چې ډېری یې بل کوم هېواد ته د تګ په انتظار دي.
د راپور په یوه برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایېوا له خولې راغلې دي چې د طالبانو حکومت د مهاجرو د ستنېدو په وړاندې منسجم غبرګون ښوولی، خو زیاته کړې یې ده چې "لا هم ډېر کار ته اړتیا ده چې دا ستانه شوي کسان د ټولنې برخه شي او بشري حقونه یې خوندي شي."
راپور له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو تر ایستلو مخکې دې د ورپېښو ګواښونو جلا ارزونه وکړي او د قانوني او خوندي مهاجرت لارو ته دې ورته پراخ لاسرسی برابر کړي.
پر دې سربېره چې طالبانو د عمومي بخښنې او د کډوالو د ادغام ژمنې کړې دي خو د راپور موندنې ښيي چې دا وعدې نه دي عملي شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له ایرانه د افغانانو ستنولو پر بهیر انتقاد وکړ.
نوموړي د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د ډېپلوماسۍ له انسټېټیوټه د ډېپلوماټانو د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، افغانان په "ډېر شدت" ایستل کېږي او "په داسې حالت کې چې امادګي موجوده نه وي،" دا عمل خورا "ځوروونکی" دی.
متقي زیاته کړه، افغانانو "نورو هېوادونو ته له مجبورۍ" ورغلي دي او خپل هېواد ته به ستنېږي، خو دا کار باید "په بې عزت شکل" و نه شي.
تهران تر دې مخکې ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او زیاتوي چې هغوی په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.
له جون راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شوي دي او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي.
له ایران پرته پاکستان هم له سږني اپرېله د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.