د افغانستان په ختیزه حوزه کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو یو مسوول وايي، د جمهوري نظام د کارکوونکو د وژلو لپاره "ځانمرګي برید" ته چمتو وو.
د ننګرهار ولایت هغه ۳۹ کلن اوسېدونکي د موضوع د حساسیت له وجې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط مشال راډیو ته وویل، پر ۲۰۰۱ز کال پر افغانستان د امریکا تر حملې او "د ترهګرۍ ضد جګړې" تر پیلېدو شاوخوا درې کاله وروسته یې احساس وکړ چې"د طالبانو له اسلامي تحریک سره یوځای" شي.
دی وايي، هغه وخت ۱۸ کلن وو خو لا یې ږیره نه لرله.
هغه طالب چارواکی وايي، د ځانمرګي برید لپاره یې روزنه ترلاسه کړه او نه یوازې یې د پرځېدلي جمهوري نظام د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پرضد "مخامخ جګړه" کړې بلکې په ۲۰۱۵ز کال کې چې په ننګرهار او نورو ختیزو ولایتونو کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې فعالیتونه پیل کړل، نو د هغوی پر وړاندې هم وجنګېد.
دی نه وايي چې له چا او په کوم ځای کې یې روزنه ترلاسه کړه خو دعوه کوي چې د جمهوري نظام د پوځیانو په هوايي بمباریو کې یې د کورنۍ "۱۱ غړي او خپلوان وژل" شوي ول او د "غچ اخیستو" لپاره یې پر سرتېرو "لسګونه بریدونه" کړي دي.
د روان کال اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو څلور کاله پوره شول. طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې کابل ته له داخلېدو سره سم جمهوري نظام ړنګ کړ او د سېپټېمبر د لومړۍ اونۍ په پای کې یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ.
طالبانو د جمهوري نظام تر ړنګېدو مخکې د شاوخوا دوو لسیزو پر مهال پر ملي امنیتي ځواکونو، پولیسو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، ولسي مشرانو، دیني عالمانو، فعالانو او خبریالانو د ګڼو حملو مسوولیت منلی وو. داراز، د هغوی په حملو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي ول.
هغه طالب چارواکی وايي، طالبان چې پر افغانستان بیا واکمن شول نو ژوند ته یې مخه کړه او زده کړې یې پیل کړې. "ژوند مې ښه شو، زده کړې مې نیمګرې وې، په دې څلورو کلونو کې مې ماسټري وکړه. اوس چاپې نه شته، مهاجرت نه شته، په خپل وطن کې په ازاده فضا کې ژوند کوو."
دی وايي، په تېرو څلورو کلونو کې یې د پلازمېنې کابل په ګډون داسې ولایتونو او ښارونو ته سفرونه کړي چې پخوا یې نه ول لیدلي.
دی وايي، د ټولو عامو وګړو په اړه یې منفي نظر نه درلود، خو د پخواني حکومت د پوځیانو په ګډون یې د بېلابېلو حکومتي او له کورنیو او بهرنیو ناحکومتي ادارو سره کارکوونکي ورته "دښمنان" او ان "کافران" برېښېدل.
هغه طالب وايي، اوس یې نظر بدل شوی دی. "کوم کسان چې له اشغالګرو سره ګرځېدل، د هغوی ملاتړ یې کاوه یقیناً موږ ته کافر ښکارېدل، له هغوی سره مو مقابله کوله يا مو ان ځانونه پرې ختمول، خو اوس داسې نه ده. د ښار خلکو جمهوریت سره کار کاوه، خو اوس مو تګ راتګ دی، مړی، ژوندی او ناسته ولاړه سره لرو، مخکې مو دښمنان ول، خو اوس مو خپل افغانان، خپل وروڼه دي."
هغه طالب د تېر جمهوري نظام له غړو سره د ورورګلوۍ او تعلقاتو پاللو خبره کوي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو سازمانونو او نورو ادارو په بیا بیا ویلي دي چې طالبانو پخواني پوځیان، سیاستوالان، خبریالان او د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو ادارو کارکوونکي وژلي، تری تم کړي یا زنداني کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) تېره اونۍ په خپل نوي راپور کې وویل چې طالبانو په تېرو څلورو میاشتو کې اووه پخواني سرتېري ځورولي او وژلي دي.
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي، طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې د خپلې واکمنۍ پیلېدو په لومړۍ یوه نیمه میاشت کې په غزني، هېلمند، کندهار او کندوز ولایتونو کې تر ۱۰۰ زیات وګړي ووژل چې پکې داسې کسان هم شامل ول چې یا طالبانو ته تسلیم شوي ول یا هغوی نیولي ول.
هغه طالب، چې وايي، اوس یې نظر بدل شوی، هیله من دی چې حکومت به یې ژر د نجونو تعلیم او د ښځو کار ته زمینه برابره کړي. "د ښځو د تعلیم مخالف نه موږ یو او نه مو نظام، خو [له سړیو] سره ګډ ډول نه، که چېرې دوی ته جلا ډول په پرده (حجاب) کې زمینه برابره شي، د زده کړو مخالف یې نه یو، یقیناً چې کله یوه خور، مور، لور یا ښځه تعلیم ولري، ټولنه پرمختګ کولای شي."
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او بیا یې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه.
د طالبانو حکومت په نړیوالو ناحکومتي سازمانونو او نورو ادارو کې د ښځو پر کار محدودیتونه لګولي دي او ان دا چې ښځې د هغوی لپاره ځانګړو شویو عامه پارکونو ته هم په پوره ازادۍ نه شي تللای.
په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو دې اقداماتو پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي. د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو، افغان ښځینه فعالانو، د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو له ښځو سره د طالبانو چلند "جنسيتي توپیر" او "اپارتاید" بللی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د روان کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څلورو کلونو پوره کېدو په مناسبت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هغوی "زورواکه" او پر "تشدد" ولاړه واکمني رد کړي او د هغوی د "رژیم د عادي کولو" هڅو پر وړاندې دې "مقاومت (مزاحمت)" وکړي.
طالبان خپل حکومت او نظام مشروع بولي او په بیا بیا یې ټینګار کړی دی چې د ښځو په ګډون یې د هېواد ټولو وګړو ته د "شریعت په چوکاټ" کې ټول حقونه ورکړي دي.
طالبان وايي، د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي. طالبان البته دا نه روښانوي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.