د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو حکومت د بې اسناده افغانانو د ایستلو په برخه کې له ایران سره همکاري او تفاهم لري.
سید عباس عراقچي له دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې، چې د اګست پر ۲۰مه خپره شوې، ویلي، د طالبانو حکومت ورسره په دې برخه کې د همکارۍ ترڅنګ غوښتنې هم کړې دي چې تهران پوره کړې دي. "د کډوالو د ستنېدو په موضوع کې همکاري شوې ده، یعنې افغان لوري په دې برخه کې همکاري کړې ده. هغوی له موږ درې غوښتنې درلودې چې معقولې هم وې: لومړۍ دا چې ستنېدل دې په ډله ییز ډول نه وي، بلکې په تدریجي ډول دې ترسره شي چې هغوی د پولې هغې غاړې ته مېشت شي. دویم دا چې دا بهیر دې په عزت ترسره شي چې موږ یې رعایت کوو. او درېیم دا چې د ستنېدونکو د مال درناوی دې وشي."
په داسې حال کې چې په جون کې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شول د طالبانو حکومت له تهرانه په بیا بیا ورته غوښتنې وکړې او د کډوالو د ایستلو پر بهیر یې انتقاد هم وکړ.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د ډېپلوماسۍ له انسټېټیوټه د ډېپلوماټانو د فراغت غونډې ته وویل، افغانان په "ډېر شدت" ایستل کېږي او "په داسې حالت کې چې امادګي موجوده نه وي،" دا عمل خورا "ځوروونکی" دی.
متقي زیاته کړه، افغانانو "نورو هېوادونو ته له مجبورۍ" ورغلي دي او خپل هېواد ته به ستنېږي، خو دا کار باید "په بې عزت شکل" و نه شي.
له دې پرته د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخوند هم په جولای کې له ایرانه غوښتي ول چې د افغانانو د حقونو له سرغړونو او "سپکاوي" دې ډډه وکړي او هغوی دې په درناوي او پړاوونو کې هېواد ته ستانه کړي.
عباس عراقچي له اېرنا سره په مرکه کې ظاهراً اشاره ورکړې چې د طالبانو د حکومت غوښتنې یې منلې دي. خو پر دې سربېره له ایرانه هره ورځ ډلې، ډلې افغانان هېواد ته لېږدول کېږي او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي.
تهران ټینګار کوي چې د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او زیاتوي چې هغوی په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (ای او اېم) د اګست پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه په راپور کې ویلي چې د روانې میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې څه باندې ۱۲۹،۰۰۰ افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو د وزارت چارواکو د جولای په پای کې خبري غونډې ته ویلي ول چې په تېرو درو میاشتو کې ایران شاوخوا ۱.۸ مېلیونه افغانان "په جبري توګه اخراج" کړي دي.
پاکستان او ایران د روان کال له پسرلي راهیسې د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.
په عین حال کې د پاکستان حکومت د سېپټېمبر له پیله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د جبري اخراج پرېکړه کړې ده.
اسلام اباد د اګست په پیل کې د پي او ار کارډ لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه.
یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري. د پاکستان حکومت او یو اېن اېچ سي ار وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان روان کال شاوخوا "۱۹۰،۰۰۰" افغانان ایستلي دي.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.