په تېرو میاشتو کې له یو لړ پرمختګونو ښکاري چې د طالب مشرانو ترمینځ مخالفتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي. د طالبانو د حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي له خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د مخالفتونو په سبب له افغانستانه وتلي دي. د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې ویلي ول چې د طالبانو ترمینځ نظریاتي اختلاف عادي خبره ده خو دا د شدید اختلاف او په هغه ډله کې د درز ښکارندويي نه کوي. داسې انګېرل کېږي چې د نجونو تعلیم پر سر محدودیتونه او د واک انحصار د اختلافاتو مهم اسباب دي. د صفي الله ستانکزي راپور وګورئ.