د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د واکمنۍ ۳ کلونه: د بشري مرستو ادارې وايي افغانان د نړيوالو د بې پروايۍ بيه پرې کوي


اوچا ويلي چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي - پخوانی انځور
اوچا ويلي چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي - پخوانی انځور

د بشري مرستو نړیوالو ادارو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درو کلونو پوره کېدو په مناسبت ويلي چې افغانان "د نړیوالو د بې پروايۍ قیمت" پرې کوي.

دوی وايي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې مېلیونونه افغانان په "یو له تر ټولو لوی او پېچلي بشري بحران کې مبارزې" ته دوام ورکوي.

د دوی په وینا، افغانان په بشري مرستو متکي یا منحصر، د فقر، بېځایه کېدو او نهیلۍ په لومه کې ایسار دي.

د لوږې پر وړاندې عمل (اې اېس اېف)، د پاملرنې نړیوال سازمان (سي اې ار اي)، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي)، په ټوله نړۍ کې د اسلامی مرستو موسسې، د ناروې د کډوالو شورا (اېن ار سي)، د اړمنو خلکو (پيپل اېن نیډ) ادارې او د ماشومانو ژغورنې نړیوال سازمان د طالبانو د واکمنۍ درې کلونو پوره کېدو په مناسبت خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له دوامداره ملاتړ او ښکېلتیا پرته د هېرېدونکي بحران له خطر سره مخامخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌‌ اېف‌ پي د اګست پر ۱۳مه نېټه په بیان کې اټکل کړی چې د روان ۲۰۲۴ز کال د مې او اکتوبر میاشتو ترمینځ ۱۲.۴ مېلیونه افغانان له غذايي نامصوونیت یا د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخېدای شي.

د هغې ادارې په خبره، په افغانستان کې څلور مېلیونه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې ۳.۲ میلیونه یې تر پینځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي.

د نړیوالو پر مرستو سربېره ډېری افغانان شکایت لري چې مرستې نه ورسېږي.

نړیوالو مرستندویو موسسو همداراز ویلي، ۲۳.۷ مېلیونه افغانان په بشري مرستو تکیه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اګست پر ۱۳مه پر خپله اېکس‌ پاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اوچا داراز ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي فقر د تېرو کلونو پرتله پام وړ زیات شوی.

سازمان زیاتوي چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې یې د افغانستان لپاره د درې اربه (مېلیارده) ډالرو بوديجې غوښتنه کړې وه چې تر اوسه یې یوازې ۲۵ سلنه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG