د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کینیا یو عدالت ظاهر قدیر امریکا ته سپارلی دی


ظاهر قدیر په جلال اباد کې خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
ظاهر قدیر په جلال اباد کې خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

کینیايۍ رسنۍ وايي، د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د پارلېمان غړی عبدالظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه نیول شوی دی.

ظاهر قدیر تېره اوونۍ د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه هوټل کې نیول شوی وو.

نایروبي ټایمز ورځپاڼه وايي، د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې یو عدالت د اپرېل ۱۸مه امریکا ته د هغه پر سپارلو موافقه کړې وه.

ورځپاڼې د اپرېل پر ۱۸مه په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا یو عدالت د کینیا له چارواکو غوښتي ول چې هغه وروسپاري ځکه چې ورباندې د نشه يي موادو د قاچاق او د وسلو لرلو تورونه لګېدلي دي.

ورځپاڼه د څارنوالانو له خولې وايي چې ظاهر قدیر غوښتل ځان امریکا ته له سپارل کېدو وژغوري او له کینیا څخه افغانستان یا بل داسې هېواد ته ولاړ شي چې امریکا سره د تورنو کسانو د تبادلې موافقه نه لري.

د نایروبي عدالت ویلي دي چې د قضیې "جدیت" ته په کتو او دا چې د هغه تورن سړي نور ملګري ازاد ګرځي، دا غوره بولي چې د امریکا په غوښتنه یې له ورسپارلو سره موافقه وکړي.

امریکايي چارواکو لا رسماً د قدیر د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د هغه زوی زبیر ظاهر قدیر او وراره جلال قدیر یې نیول تایید کړي دي.

زبیر قدیر د اپرېل پر ۲۰مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پلار یې څو ورځې مخکې له هېواده بهر سفر درلود او هغه ورته وویل چې "د دوبۍ له هوايي ډګره د امریکا استخباراتي پولیسو" نیولی دی.

زبیر قدیر زیاته کړې چې ظاهر قدیر تر هغې وروسته ورسره رابطه نه ده کړې او لادرکه دی.

ظاهر قدیر له ۲۰۱۰ز تر ۲۰۲۱ز کلونو پورې د پارلېمان غړی وو. هغه یوه دوره د ولسي جرګې لومړی مرستیال هم پاتې شوی وو.

ظاهر قدیر د جمهوریت په کلونو کې یوه وسلواله ډله هم لرله چې په ۲۰۱۶ز کال کې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې مدغمه شوه.


XS
SM
MD
LG