د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغاستان د انګورو سوداګر وايي له پاکستان سره د لارو بندېدو له وجې یې سخت تاوان کړی دی


د افغانستان په کندهار کې کروندګر انګور پاکوي - انځور له ارشیفه
د افغانستان په کندهار کې کروندګر انګور پاکوي - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د انګورو سوداګر وايي، د پاکستان له خوا د لارو تړل کېدو له کبله یې سږ کال لوی تاوانونه کړي دي.

دوی وايي، باغونه یې اخیستي خو د لارو تړل کېدو یې صادرات درولي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي هم دا مني چې افغان سوداګر له دې درکه ډیر زیانمن شوي دي..

د انګورو یو سوداګر صفي الله مشال راډیو ته وویل، ښه انګور چې منډیۍ ته ورسي نو ۱۲ کیلوګرامه یې په ۲۰۰ یا ۲۵۰ افغانۍ خرڅېږي او چې خراب وي نو ۱۰۰ افغانۍ یې نرخ دی. "په هر موټر کې ۳۰ یا ۳۵ لکه کلدارې تاوان دی."

په افغانستان کې د انګورو یوې مېلې پخوانی عکس
په افغانستان کې د انګورو یوې مېلې پخوانی عکس

د انګورو یو بل سوداګر قند قلندري هم ورته شکایت وکړ. "یو خروار انګور په ۳۵،۰۰۰ افغانۍ ول خو اوس یې په ۲۰،۰۰۰ هم څوک نه اخلي، د افغانستان په بازارونو کې خو دومره مصرف نه لرو او خلک هم دومره توان نه لري چې وا یې خلي نو پاکستان ته تلل، اوس یې بیه له نیمايي هم ښکته شوه، داسې فکر وکړه چې ۲۵ فیصده شوه."

ده وویل، په پاکستان کې په ۴۰۰ کلدارې یو کیلو خرڅېدل خو افغانستان کې اوس په ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ خرڅېږي، او بیا یې هم څوک نه اخلي.

سوداګر وايي، په افغانستان کې د سړو خونو مشکل هم دی او د ساتلو زیات امکانات یې نه لري.

افغانستان لسګونه قسمه انګور لري چې په مني کې پخېږي، خو د شمالي ولایتونو یوشمېر کروندګر یې بیا د کنګینې په نوم له خټو جوړو شویو لوښو کې ساتي او ژمي کې هم ورڅخه استفاده کوي.

کشمشي، حسیني، سندورخاني، قندهاري، کلک عروس او نور د انګورو مشهور ډولونه دي.

په تورخم کې د لارې تړل کېدو له وجې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - د اکتوبر ۱۷مې انځور.
په تورخم کې د لارې تړل کېدو له وجې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - د اکتوبر ۱۷مې انځور.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ ټولې ځمکنۍ لارې د اکتوبر پر ۱۱مه د طالبانو او پاکستانیو پوځیانو ترمینځ د نښتو له پیلېدو ورسته د سوداګرۍ، ټرانزېټ او هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوې.

د لارو تړل کېدو له وجې په خیبر پښتونخوا کې د سبزیو او مېوو بیې خورا لوړې شوې دي. د اکتوبر پر ۲۹مه سیاسي او قومي مشرانو په ګډون سلګونه وګړو د خیبر په لواړګي (لنډي کوتل) کې د تورخم لارې بندېدو پرضد مظاهره وکړه او له اسلام اباده یې وغوښتل چې لاره دې بیا پرانیزي.

د پاکستان حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه د تورخم ور له پاکستانه د افغان کډوالو هېواد ته د ستنولو لپاره بیا پرانیست.

خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د نومبر پر لومړۍ نېټه د اردو ژبې شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز ته وویل، له افغانستان سره نورې ټولې چارې ځنډېدلې دي.

دی وايي، "د تورخم لاره په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو ایستلو په هدف پرانیستل شوې ده، او هلته به هېڅ سوداګریز فعالیت ترسره نه شي."

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې سلاکار ډاکټر مخلص احمد له مشال راډیو سره په مرکه کې ومنله چې سږ کال افغان کاروباریان، په ځانګړي ډول د انګورو سوداګر، له پاکستان سره د لارو بندیدو له امله خورا تاواني شوي دي.

ده وویل، "هغه انګور چې دوی بهر لپاره صاداراتو ته په نظر کې نیولي ول، د لارې د بندیدو له امله په ټپه ولاړ دي، د افغانستان مارکېټ دا توان نه لري چې دا انګور ټول همدلته وپلورل شي، د سړو خونو ستونزه هم شته او باغ لرونکي او سوداګر نه شي کولای دا انګور په سړو خونو کې وساتي."

نوموړي وویل، هیله من دي چې لاره ژر پرانیستل شي چې کوم انګور ټول شوي یا په باغونو کې دي چې پر وخت منډیۍ ته ورسي.

ټاکل شوې چې د پاکستان او پر افغانستان د واکمنو طالبانو استازي د نومبر پر شپږمه د ترکیې په استنبول کې یو ځل بیا خبرو ته کښېني.

راپور: ثنا کاکړه، ازادي راډیو.
XS
SM
MD
LG