د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني پولیس وايي یو افغان یې پر خلکو د چاقو برید په تور نیولی


د جرمني پولیس وايي یو افغان یې پر خلکو د چاقو برید په تور نیولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

د جرمني پولیس وايي چې یو افغان وګړی یې د باوېریا (بایرن) ایالت په یو پارک کې د یو ماشوم او یو سړي د وژلو او درې کسانو د ژوبلولو په تور یې یو افغان وګړی نیولی دی. پولیس وايي، هغه سړي د جنورۍ پر ۲۲مه د اشافنبورګ په یو پارک کې پر هغو کسانو د چړو ګوزارونه کړي دي. پولیسو هغه سړی، چې نوم یې نه دی ښوولی، تر حملې وروسته ونیوه. څارنوالان وايي چې ښايي هغه ۲۸ کلن افغان وګړي رواني یا نفسیاتي ستونزه لرله خو زیاتوي چې د برید انګېزې په اړه پلټنې کوي. د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر وايي چې هغه سړي تر دې مخکې هم درې ځلې داسې څه کړي ول چې د پولیسو توجه یې ځان ته اړولې وه خو بیا د رواني ستونزو له وجې ډاکتر ته لېږدول شوی وو. پولیس وايي، هغه کس په ۲۰۲۲ز کال کې جرمني ته تللی وو خو د پناه غوښتنلیک یې رد شوی وو او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۴ز کال تر پایه خپله له هېواده وځي. نور په دې ویډیو کې.

XS
SM
MD
LG