د طالبانو حکومت له ایرانه غوښتي دي چې افغانان دې په درناوي او پړاوونو کې هېواد ته ستانه کړي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د جولای پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) د رییس الوزرا ملا حسن اخوند له خولې لیکلي چې د بې اسناده کډوالو اخراج د "ایرانیو" چارواکو "خپله پرېکړه" ده.
نوموړي البته له تهرانه غوښتنه کړې چې "د افغان مهاجرينو د ایستلو په بهیر کې د تدريج، ابرومندۍ او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي" چې هم د کډوالو حقونه خوندي شي او هم د طالبانو حکومت د ورستنېدونکو چارو ادارې کارکوونکي یې په ښه ډول مدیریت کړي.
اخوند پر ایرانیو چارواکو ټینګار کړی دی چې د افغانانو د ایستلو پر مهال دې یې "د حقونو له نقض او سپکاوي ډډه" وکړي.
د طالبانو د حکومت مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له تېرې میاشتې راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شوي دي او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي.
تهران لا د اخوند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو په تېرو وختونو کې یې ټینګار کړی دی چې ټول افغانان په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، ایران د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه تر یو مېلیون زیات افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
شورا د جولای پر ۱۰مه په یو راپور کې وویل چې په داسې حال کې چې د افغانستان شاوخوا ۶۶ سلنه وګړي وار له مخه بشري مرستو ته اړتیا لري، هېواد د تازه ورستنو شویو منلو او په ټولنه کې یې د ادغام له جدي ستونزو سره مخامخ دی.
راپور وايي، افغانستان ته په چټکۍ او بېساري ډول د کډوالو ستنېدو د مرستو رسولو نظام له سخت فشار سره مخامخ کړی دی او مرستندویه بنسټونه د بیړنیو مرستو رسولو توان نه لري.
په وروستیو کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې له افغان کډوالو او مذهبي او توکميز (نسلي) لږکیو سره پر توپیرپالنې، د هغوی پر نیولو او پر وړاندې یې پر تاوتریخوالي اندېښنه وښوده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د جولای پر څلورمه د هغو کارپوهانو د موندنو پر اساس په بیان کې ویلي ول چې په ایران کې سلګونه افغانان او لږکي د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
هغو کارپوهانو له افغان کډوالو سره د "تاوتریخوالی او ناسم چلند" د سمدستي درولو غوښتنه کړې وه.
په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته زیاتې شوې چې تېره میاشت تهران د ایران پر پوځي اهدافو او اټومي مرکزونو د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې بهرنیان تل ابیب ته په جاسوسۍ تورن کړل. له دې سره سم، تر ډېره هلته مېشت افغان کډوال له ستونزو، نیولو او ان د عامو وګړو له تبعیض سره مخامخ شول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي چې یوازې د جولای پر لومړۍ نېټه ایران ۴۳،۰۰۰ افغانان هېواد ته ستانه کړل. د ادارې په وینا، تهران سږ کال تر اوسه یو مېلیون افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ورستنېدونکو چارو کمېسیون وايي، له ایرانه هره ورځ زرګونه کډوال وطن ته لېږدول کېږي.
د کمېسیون په وینا، یوازې د جولای پر دویمه نېټه ۵،۰۰۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته واوښتې.
ایراني چارواکي وايي، د جولای تر شپږمې نېټې پورې یې بې اسناده افغانانو ته ضرب الاجل ورکړی دی چې خپل وطن ته دې واپس شي او تر هغې وروسته به د کډوالو د ایستلو لړۍ لا پسې چټکه شي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي، ایران یوازې په جون کې کې تر ۲۳۰،۰۰۰ زیات ډېر افغانان هېواد ته لېږدولي دي. سازمان د جون پر ۳۰مه په یو بیان کې وویل، ایران ډېری کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جون پر ۲۶مه په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدو پر مهال له نوموړي غوښتنه کړې وه چې افغان کډوال دې په تدریجي ډول او د یو مېکانیزم له مخې افغانستان ته ولېږدوي. ایراني سفیر هغه مهال متقي ته ویلي ول چې د کډوالو موضوع به له خپل حکومت سره شریکه کړي.