د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباس ستانکزي یو ځل بیا د نجونو پر زده کړو د بندیز مخالفت کړی دی


شېر محمد عباس ستانکزی په مسکو کې خبري غونډې ته وینا کوي - د ۲۰۱۹ز کال انځور.
شېر محمد عباس ستانکزی په مسکو کې خبري غونډې ته وینا کوي - د ۲۰۱۹ز کال انځور.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو پر بندیز نیوکه کړې ده او دا کار یې د ټولنې "له نيمايي قشر سره بې عدالتي" بللې ده.

نوموړي د جنورۍ پر ١٨مه په خوست ولايت کې یوې غونډې ته په خبرو کې پر خپلو مشرانو غږ وکړ چې د ټولو پر مخ دې د زده کړو دروازې پرانیزي.

یوشمېر کورنیو رسنیو د نوموړي د وینا ویډیو خپره کړې چې پکې هغه ویلي: "نن ټوله نړۍ له موږ سره پر همدې ستونزې اخته ده، همدا نیوکه پر موږ کوي. موږ چې پر کومه لاره روان یو، دا زموږ د طبیعت خبره ده، نه د شریعت."

ستانکزي داراز ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز ته کومه پلمه نه شته او نه هم کومه پلمه پیدا کېدای شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې دي او له خپلو مشرانو یې غوښتي دي چې د نجونو پر زده کړو دې بندیز لیرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۱مه او ۱۲مه په اسلام اباد کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو تعلیم په اړه نړیواله غونډه وشوه چې پکې یوشمېر ویناوالو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو پر بندیز د اندېښنو څرګندونه وکړه.

د هغې غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي چې اسلام د ښځو پر زده کړو د محدودیتونو او بندیز اجازه نه ورکوي بلکې تعلیم په نر او ښځې دواړو فرض دی.

د سولې نوبېل جایزې ګټونکې او د تعلیمي چارو مبارزې ملالې یوسفزۍ غونډې ته په وینا کې وویل، "طالبان ښځې انسانانې نه بولي" او له څو کلونو راهیسې یې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د طالبانو حکومت د هغې غونډې د ویناوالو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه ول ویلي خو ټینګار کوي چې ښځو ته یې د "شریعت په چوکاټ" کې ټول حقونه ورکړي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه وخت راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول. طالبانو د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه.

د بشري او ښځو حقونو نړیوالې ادارې او فعالان وخت په وخت پر طالبانو انتقاد کوي، خو هغوی وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي.

البته د طالبانو حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې درو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او کله به نجونه زده کړو ته اجازه او لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG