نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
جنېد اسماعیل ماکډا د نومبر پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت هغې مالیې ته د بېخبنا پرمختیا یا انفراسټکچر ډېوېلمپنټ سېس (یا ټیکس) نوم ورکړی دی چې د عملي کولو اعلان یې درې میاشتنې مخکې کړی وو چې تازه یې نافذ (لاګو) کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د کراچۍ څانګې مشر معین قریشي د نومبر ۱۳مې مظاهرې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ملکي عدالت باید د ۶۱ کلن ادریس خټک مقدمه واوري او له قانون سره سم دې ورته د خپلې دفاع حق ورکړي.
دا ککړه هوا عام خلک، په ځانګړي ډول پینځه کلنۍ څخه کم عمره یو اعشاریه یو کروړ ماشومان له خطر سره مخ کوي. په پاکستان کې هر کال د ژمي په موسم کې سموګ یا د هوا ککړتیا یوه لویه ستونزه جوړوي چې د حکومت او خلکو لپاره جدي اندېښنې راولاړوي.
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
په کراچۍ کې د نومبر په نهمه نرښځیانو د خپلو حقونو لپاره د نرښځیانو فېسټیول په نوم دستوره وکړه، چې د کراچۍ ترڅنګ د هېواد له نورو برخو څخه ګڼ شمېر نرښځیانو او مدني فعالانو پکې ګډون وکړ. دوی په میراث کې د حق غوښتنه کوله.
عدالت د نومبر پر څلورمه د ضمانت منظورولو ترڅنګ د پوليسو هغه تحقيقاتي افسر اې او پر ضد هم امر کړی دی چې تر اوسه یې د پي ټي اېم د نيول شوو کسانو لومړی راپور یا چلان په عدالت کې نه دی وړاندې کړی.
حکومت د "پي اې ای" ۶۰ سلنه برخې لپاره لږ تر لږه ۸۵ اربه روپۍ ټاکلې وې، خو په بولۍ کې یوازې د "بلو ورلډ سيټي" په نوم یوه شخصي کمپنۍ برخه واخیسته او ۱۰ اربه روپۍ بولي یې وړاندې کړه.
په کراچۍ کې د دیوالي رنګینې مراسم
په کراچۍ کې زده کوونکو، مدني فعالانو او بېلا بېلو سازمانونو د اب و هوا یا اقلیم بدلون او د دې اغېز په اړه د اګهۍ په موخه لاریون او غونډه کړې ده. د اکتوبر ۲۸مې د لاریون ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې د تودوخې درجې ټيټولو لپاره دې اقدامات وکړي او نړیوالې موافقې دې عملي کړي. ویډیويي رپورټ.
دغه لاریون د کراچۍ بار کونسل لخوا ترتیب شوی وو. وکیلان په دې ورځ عدالتونو ته حاضر نه شول. دوی د کراچۍ سټي کورټ نه تر پریس کلبه پورې لاریون وکړ. دوی شعارونه ورکول چې ۲۶م اییني ترمیم
دا په داسې حال کې ده چې د کمېټۍ غړو او مدني فعالانو د اکتوبر ۲۰مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کوله، خو پولیسو یې مخه ونیوله او ګڼ احتجاجیان یې ونیول.
هغې ادارې د اکتوبر پر ۱۹مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د سیند د سانګړ د یوې ماشومې او د میرپور خاص د یو هلک د وینې په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره سږ کال په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۳۹ ته ورسېد.
په خبري کانفرانس کې د بلوڅ یکجهتۍ کمیټۍ مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغو کسانو پر ضد دې کارروايي وکړي چې د برید مسوولیت یې قبول کړی دی، خامخا دې هر بلوڅ تن نه ځوروي.
د سیند حکومت ویاندې سعدیې جاوېد د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر عدالت ته لیک استولی دی او ورڅخه یې غوښتي دي چې د یو قاضي په مشرۍ دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.
دا اعلان د اکتوبر پر ۱۵مه په کراچۍ کې د پیپلز ګوند په دفتر بلاول هاوس کې د هغه ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان تر ملاقات وروسته ګډې خبري غونډې ته وکړ.
په کراچۍ کې د سیند روادارۍ کمېټې فعالان وایي چې پولیسو پرې هغه وخت تشدد وکړ، کله چې دوی په سیند کې د انتهاپسندۍ ضد احتجاج کولو او د ډاکټر شاهنواز په قتل کې د ککړو کسانو ته د سزا غوښتنه کوله، څوک چې د مذهب سپکاوي په تور وژل شوی و.
د سازمان تر مخه، په کال ۲۰۲۳ز کال کې ۱۶۵ ښځې او ۶۵ سړي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۰ ښځې او ۲۱ سړي وژل شوي دي. د دوی په وینا، په صوبه کې د ناموسي وژنو تر ټولو زیاتې پېښې په جیکب آباد ضلع کې ۵۷ پېښې شوې دي.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۶ پېښې، په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، چې له دې پرته د ګوزڼ ۱۰ پېښې په سیند، په خیبر پښتونخوا کې څلور او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
نور وښیئ