نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
په کراچۍ کې د نرښځيانو ټولنې د خوندیتوب لپاره احتجاج کړی دی. د مارچ ۲۲مې په مظاهره کې نرښځیانو د اساسي بشري حقونو غوښتنه کوله. مظاهره چیانو ویل چې دوی قانوني تحفظ نه لري چې له وجې یې د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې پر نرځیانو بریدونه او تشدد کېږي خو په هغو پېښو کې ککړ خلک نه نیول کېږي.
په پاکستان کې د روژې د راتګ سره د نورو خوراکي توکو ترڅنګ د پیازو نرخ زیات شوی دی. پیاز په بېلا بېلو ښارونو کې یوه کیلو تر ۳۰۰ روپو خرڅېږي.
د روژې له راتګ سره سم په کراچۍ کې د خرما (کجورې) کاروبار او نرخ لوړ شوی دی. په کراچۍ کې د پاکستان د خرما تر ټولو لویه منډيي ده چې له هغه ځایه د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د سېنېټ هغه څوکۍ د ایین د ۲۲۳مې مادې یا دفعې له مخې خالي شوې دي ځکه چې اساسي قانون یو کس ته په یو وخت کې یوازې د قامي یا صوبايي اسمبلۍ او یا هم د سېنېټ د غړیتوب اجازه ورکوي.
له کراچۍ سره نېږدې په عرب سمندرګي کې د کښتۍ له ډوبېدو شاوخوا یوه اوونۍ تېره شوه خو لا هم د ورکو کسانو پته نه ده لګېدلې. هغه کښتۍ د مارچ څلورمې او پینځمې ترمینځ شپې مهال ډوبه شوې وه چې ورڅخه ۳۱ کسان په ژوبل حالت کې وژغورل شول او ۱۴ لا هم ورک دي.
دښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د مارچ په اتمه په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او نورو ښارونو کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکیو سازمانونو لاريونونه او غونډې کړې دي. په دې لاريونونو کي په زیات شمېر کې ښځو ګډون کړی او له حکومته یې یو وار بیا غوښتنه کړې ده چې د مېرم
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د خپل مشر او د ولسمشرۍ څوکۍ نوماند محمود خان اڅکزي پر کور او ځمکه د چاپو پرضد د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې دي. بل خوا د بلوچستان وکیلانو د احتجاج په توګه د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د هغې صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول.
د بلوچستان د وکیلانو ټولنې په غوښتنه وکیلان هم احتجاجاً د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول او له کاروایۍ یې پرېکون (بایکاټ) وکړ. د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر جان مېنګل چاپې غندلې دي.
په پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې اوسېدونکي بلوڅان د مارچ پر دویمه د خپل کلتور ورځ لمانځي. خو سږ کال د ورکو بلوڅانو خپلوانو او مدني فعالانو پر هغه ورځ په کراچۍ کې احتجاج وکړ. ویډیويي رپورټ.
بل پلو د پيپلز ګوند مراد علي شاه د سیند صوبې نوی اعلا وزیر ټاکل شوی دی. د فرورۍ په ٢٦مه نيټه په سیند اسمبلۍ کې د اعلا وزیر ټاکلو لپاره ټولې ۱۴۸ رایې واچول شوې.
د فبرورۍ پر ۲۵مه د اسمبلۍ ۱۴۷ غړو خپلې رایې وکارولې چې ورڅخه یې ۱۱۱ د پیپلز ګوند له لوري د سپیکر دندې ته د نومول شوي سید اویس قادر شاه او ۳۶ یې د متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) د نوماندې صوفیې سعید شاه په حق کې رایې وکارولې.
د تحریک انصاف، جماعت اسلامي او لوی جمهوري اتحاد (ګرینډ ډېموکریټېک الاینس یا جي ډي اې) غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره کړې ده. انتخاباتي کمېشن په ټاکنو کې د درغلۍ تور ردوي او وايي ټول بهیر بشپړ شفاف وو. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۷مه د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې او له انتخاباتي کمېشنه یې وغوښتل چې د ۴۵م نمبر فورمې پر اساس دې د فبرورۍ اتمې ټولټاکنو نتیجې اعلان کړي. انتخاباتي کمېشن وايي چې ټول بهیر پوره شفاف او عادلانه وو. د مظاهرو په اړه ویډیويي رپورټ.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند یو مخکښ بیرسټر محمد علي سیف د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې په وفاق او پنجاب صوبه کې پر حکومت مخالفه څوکیو د کېناستلو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی
پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د ټګۍ تور په پورې کولو او د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه کړي دي. د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۰مه په کراچۍ او پېښور کې د مظاهرو پر مهال د رایو په شمېر او په نتیجو کې د رد و بدل تورونه پورې کړل. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ کې د پاکستان انصاف غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې انتخاباتو د غیر حتمي پایلو په اعلان کې د ځنډ پرضد د انتخاباتي کمېشن صوبايي دفتر مخې ته مظاهره کړې ده. کمېشن لا د تحریک انصاف د مظاهرې په اړه څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د رايې کارونې بهير د مازيګر پر پينځه بجې پای ته رسېدلی دی او د ووټونو شمېرلو عمل پيل شوی دی. په هغه هېواد کې د رايې کارونې بهير سهار اته بجې پيل شوی وو. په کراچۍ کې د ووټونو د شمېر په اړه ويډيويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فبرورۍ پر اتمه خلک د رايې ورکونې مرکزونو کې خپلې رايې کاروي. په هغه ښار کې د قامي اسمبلۍ پر ۲۲ او صوبايي اسمبلۍ پر ۴۷ څوکيو نوماندان ولاړ دي.
په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د پاکستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د امنیت په اړه بحث شوی وو او چارواکو ویلي ول چې انتخابات نه غځوي او د فبرورۍ پر اتمه یې پر ټاکلې نېټه کوي.
نور وښیئ