د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅانو یووالي کمېټي دعوه کوي چې امنیتي ادارو ۵ بلوڅ زده کوونکي تر نیولو وروسته ورک کړي


د بلوڅانو د یووالي کمېټي غړي او د ورکو کسانو خپلوان د فبرورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې غونډې ته وینا کوي.
د بلوڅانو د یووالي کمېټي غړي او د ورکو کسانو خپلوان د فبرورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې غونډې ته وینا کوي.

د بلوڅانو د یووالي(یکجهتي) کمېټي وایي، د فبرورۍ پر ۲۶مه پینځه بلوڅ زده کوونکي په کراچۍ کې تر ګرفتارېدو وروسته بې درکه شوي دي.

د کمېټۍ مشر مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ او د لادرکه بلوڅانو خپلوانو د فبرورۍ ۲۷مه په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل، پولیسو او د امنیتي ادارو کارکوونکو یاسر بلوڅ، صابر بلوڅ، نصیب بلوڅ، ګلزار بلوڅ، او سرفراز بلوڅ د کراچۍ ښار له بېلابېلو برخو څخه نیولي چې تر اوسه ورک دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۲۶مه د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ غړو غوښتل چې د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړي، خو پولیسو اجازه ور نه کړه او ټولې لارې یې بندې کړې.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې هغوی د مظاهرې اجازه نه وه اخیستې نو ځکه یې د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډېدو ته پرې نه ښوول.

وروسته فعالان د خبریالانو له مرکز سره نېږدې زینب مارکېټ ته ورغلل او هلته یې په بلوچستان کې د زیاتېدونکو جبري بې درکیو پرضد احتجاج وکړ.

د یاسر بلوڅ مور خبري غونډې ته وویل، زوی یې له کوره پوهنتون ته تللی وو خو تر ماښام وروسته یې ورسره اړیکه پرې شوه.

د بلوچستان ترڅنګ د کراچۍ په لیاري، ملیر، ماڑی پور، شیر شاه، اورنګي ټاون او منګوپیر په سیمو کې بلوڅان هم ګڼ بلوڅان اوسي.

دا راز ځینې بلوڅان هغه ښار ته د زده کړو لپاره ورغلي دي چې وخت په وخت د خپلو حقونو لپاره احتجاجونه هم کوي.

د صابر بلوڅ پلار وویل چې د شپې څلور بجې مخ پټي کسان یې کور ته ورننوتل، د کورنۍ د غړو شناختي کارډونه یې وکتل او زوی یې له ځان سره یووړ.

تر اوسه د کراچۍ کومې تاڼې د هغو بلوڅانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د لادرکه بلوڅانو خپلوان او د هغوی حقونو لپاره کارکوونکي سازمانونه استخباراتي او امنیتي ادارې تورنوي چې خلک تښتوي او بې درکه کوي یې، خو د پاکستان پوځ تل دا تورونه رد کړي او وايي چې هغه کسان چې ورک بلل کېږي ورڅخه یې ډېری په وسلوالو ډلو ورګډ شوي او ځینې یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د بلوچستان حکومت وخت په وخت ادعا کړې چې بلوڅ یکجهتي کمېټي خلک د ریاست پرضد پاروي خو کمېټي وايي، د بلوڅانو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

د پاکستان حکومت وخت په وخت ویلي دي چې د جبري بې درکیو مسلې هواري ته ژمن دی خو زیاتوي چې دا کار په لنډ وخت کې نه شي کېدای.

XS
SM
MD
LG