طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
په غونډه کې د پاکستان تلونکی ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي، وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ، بحري او هوايي ځواکونو مشران، پخواني وزیراعظمان میا نواز شریف، یوسف رضا ګېلاني، د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او د هغه ګوند او مسلم لیګ (ن) مخکښه مشران او د پارلېمان غړي موجود ول.
په پاکستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د رايو اچولو عمل نن سهار پيل شو. په دغو انتخاباتو کې اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزی په میدان کې دي.
په غونډه کې لنډمهالی وزیراعظم انوار الحق کاکړ، د پنجاب اعلاوزیره مریم نواز، د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه، د بلوچستان اعلاوزیر میر سرفراز بګټی، د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف په ګډون د هغه ګوند مخکښه سیاستوالان، د پیپلز ګوند مشران اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري ګډون وکړ.
د مارچ پر درېیمه نېټه د پاکستان د قامي اسمبلۍ اکثرو غړو د مسلم لیګ (ن) سیاستوال میا شهباز شریف د هېواد د نوي وزیراعظم په توګه غوره کړ. دا چې د نوموړي حکومت به له کومو مشکلاتو سره مخامخ وي، ځواب یې په دې ویډیو کې وګورئ.
سپیکر صادق د انتخاب طریقه بیانه کړه او و یې ویل چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ په مشرۍ د یوشمېر ګوندونو نوماند شهباز شریف ته د رایې ورکوونکي دې د قامي اسمبلۍ د تالار "الف دهلېز" ته ولاړ شي او د سني اتحاد کونسل نوماند عمر ایوب خان ته ووټ ورکوونکي دې "ب دهلېز" ته ورشي.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند یو مخکښ بیرسټر محمد علي سیف د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې په وفاق او پنجاب صوبه کې پر حکومت مخالفه څوکیو د کېناستلو پرېکړه کړې ده.
د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ق)، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي)، استحکام پاکستان پارټۍ او د بلوچستان عوامي ګوند مخکښه مشرانو د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د ګډې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ.
د پاکستان تحريک انصاف مخکښ بېرسټر ګوهر علي خان وايي چې هغوی د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د نورو ګوندونو پرتله زياتې څوکۍ ګټلې دي او په مرکز کې به هم هغوی حکومت جوړوي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۰مه له مشال راډيو سره د ځانګړ
احمد شاه د فبرورۍ پر شپږمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د کراچۍ په ګډون په ځینو سیمو کې یې د ناامنۍ د پېښو امکان په اړه معلومات ترلاسه کړي دي او د مخنیوي لپاره یې ګامونه هم پورته کړي دي.
د پاکستان رسنۍ وايي چې د احتساب ملي ادارې (نیب) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د دواړو پرضد په هغه عدالت کې تازه مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹ مه پر اېکس لیکلي دي چې عبداللهیان د پاکستان بهرنيو چارو وزير جلیل عباس جيلاني سره د ليدو لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته ورغلی دی.
دا تر هغې وروسته ده چې ایرانیو دولتي رسنیو د جنورۍ پر ۱۶مه شپې ناوخته د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې د جیش العدل ډلې پر مرکزونو د حملې خبر ورکړ. خو پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه وویل چې په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونه ژوبلې دي.
ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته کړې ده چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.
د طالبان د حکومت تر واک لاندې د افغانستان له ملي ټېلېويژن او راډيو سره د مولانا فضل الرحمان مرکه چې ټاکل شوې د جنورۍ پر ۱۳ مه خپره شي، پکې نوموړي ويلي دي چې افغانستان ته يې د سفر هدف د پاکستان او افغانستان ترمینځ ستونزې حلول وو.
بیان وايي، ملا حسن اخوند د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ورغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال وویل چې پاکستاني چارواکي باید د افغان کډوالو پر وړاندې "له ظالمانه رویې لاس واخلي" ځکه چې دا ډول کارونه د دواړو هېوادونو ترمینځ "مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي."
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر پینځمه له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي ول چې د کابل د سفر بلنه ورته په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د حکومت ناظم الامور (شارژدافېیر) د ډېسېمبر پر ۱۶مه ورکړې وه.
د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې افغانستان ته د سفر پر مهال به د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره هم ليده کاته کوي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دراني مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلې دی.
د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مخکښ مشر وايي چې امکان لري چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان کابل ته ولاړ شي او هلته د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د بې اسناده افغانانو هېواد ته د ستنولو تر څنګ پر امنیتي موضوعاتو وغږېږي. له مفتي کفایت الله سره بشپړه مرکه وګورئ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، په وروستیو کې یې په پاکستان کې د شویو بریدونو په اړه د طالبانو حکومت ته معلومات ورکړي دي.
نور وښیئ