د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري وايي پر چینايي وګړو د سختدریځو ډلو بریدونه د اسلام اباد او بیجنګ ملګرتیا نه شي ړنګولای


چینايي ولسمشر شي جېنپنګ (ښي لوري ته) خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري ته غاړه ورکوي - د فبرورۍ پینځمې انځور.
چینايي ولسمشر شي جېنپنګ (ښي لوري ته) خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري ته غاړه ورکوي - د فبرورۍ پینځمې انځور.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي چې له چین سره یې د هېواد ملګرتیا له لوړو ژورو څخه تېرېږي خو دا ملګرتیا به پر چینایي وګړو د "سخت دریځو ډلو" په بریدونو ړنګه نه شي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې نوموړي د فبرورۍ پر پینځمه په بیجنګ کې له خپل چینايي سیال شي جېنپېنګ سره د لیدو پر مهال دا هم وویل چې که په نړۍ "څومره ترهګري او ستونزې هم وي" د پاکستان خلک به "د چینايي ولس تر څنګ ولاړ" وي.

زرداري دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې په دوو حملو کې اووه چینایان ووژل شول. تر هغې وروسته وروسته بیجنګ په پاکستان کې د خپلو خلکو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له اسلام اباده یې په بریدونو کې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو غوښتنه وکړه.

اصف علي زرداري د فبرورۍ له څلورمې څخه تر اتمې پورې د چین په پینځه ورځني سفر دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نوموړي ته د سفر بلنه د هغه چینايي سیال ورکړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر شپږمه په بیان کې ویلي دي چې زرداري د چین له وزیراعظم لي چینانګ سره هم ولیدل.

بیان وايي، دواړه خواوې د حکومتونو، پارلېمانونو او ګوندونو پر کچ د تعلقاتو پر پراخولو سلا شوې.

د بهرنیو چارو وزارت کاږي چې دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمنتیا تکرار کړه او په دې برخه کې د "دوه اړخیزه او ګڼ اړخیزو همکاریو پر لا پیاوړي کولو سلا" شول.

بیان وايي چې پاکستان به پر چینايي وګړو د "ترهګرو حملو د پلټنو" هڅو ته دوام ورکوي او پکې به ککړ کسان د عدالت منګولو ته سپاري.

بیان وايي چې اسلام اباد "په پاکستان کې د چینايي وګړو، پروژو او ادارو د خوندیتوب د باروي کولو" لپاره لا زیات امنیتي اقدامات کوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې دواړو لوریو د چین – پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) د پروژو عملي کولو په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو موافقه وکړه.

په پاکستان کې پر چينايانو بريدونه شاوخوا یوه لسیزه مخکې د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر پروژو له کار پیلېدو راهیسې زیات شوي دي. د ډېریو حملو ذمه واري له پاکستانه ازادي غوښتونکې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې ده.

د سیپیک پروژو چارې په رسمي توګه د ۲۰۱۵ز کال په اپرېل کې پیل شوې او موافقه یې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ او د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف لاسلیک کړه.

سیپیک اصلاً د چین د "یو کمربند، یوې لارې" نوښت برخه ده چې هدف یې د اسیا، اروپا، او افریقا ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده. سیپیک د چین د شېنجيانګ ولایت له کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندره پورې ۳،۰۰۰ کېلومیټره اوږد دهلېز دی، چې د سړکونو، رېل پټلۍ، او انرژۍ پروژو پراختیا پکې شامل دي.

بلوڅ ملتپالان اندېښمن دي چې هغو پروژو د ځایي خلکو ګټې نه دي خوندي کړي. ځینې ګوندونه هم د پروژو د شفافیت په اړه پوښتنې پورته کوي. په نړیواله کچه، هند د سیپیک د پروژو پر هغه برخه انتقاد کوي چې د پاکستان تر واک لاندې له لانجمنې سیمې کشمیره تېرېږي.

په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې د سیپیک پروژو پر کارکوونکو وخت په وخت بریدونه کېږي خو د پاکستان حکومت په بیا بیا ټینګار کوي چې د چينايي پروژو او وګړو امنیت ته ژمن دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    طاهر خان

    طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG