د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه کې د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی


د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه کې د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه پيل شوه. "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د سعودي يو غير حکومتي سازمان د پاکستان په کوربه توب جوړه کړې ده. په غونډه کې د څه کم ۵۰ هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۱۵۰ استازي ګډون کوي چې د سولې د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ، د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم طه او د رابطه عالم اسلامي عمومي منشي محمد بن عبدالکريم العيسا هم پکې شامل دي. په دې غونډه کې پر بلنې سربېره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په استازيتوب هېچا ګډون نه دی کړی. ويډيو رپورټ

XS
SM
MD
LG