د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ته په اشارې ويلي دي چې په بشپړه ډول "د خوارجو د فتنې" له مينځه وړلو وخت رارسېدلی دی.
نوموړي د جنورۍ پر درېيمه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) په اړه د پاکستان د لوړپوړو ولسي او پوځي چارواکو د مرکزي کمېټې (سنټرل اپېکس کمېټي) غونډې ته په وينا کې پر مرکزي او صوبايي چارواکو او ادارو غږ وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په ټول هېواد کې د امنيت باوري کولو لپاره یوه جامع او منظمه منصوبه جوړه کړي.
شهباز شريف زياته کړه چې په پاکستان کې د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د امنيت ټينګول ډېر اړين دی.
وزيراعظم په ډاگه كړه چې حكومت په دې خبر دی چې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کوم وسلوال امنيت خرابوي او هغوی د کومو هېوادونو ملاتړ لري.
هغه زياته کړه چې پاکستان په وروستيو کې د پولې له بلې غاړې څخه بريدونو ته قوي ځواب ويلی وو. نوموړي د کوم ځانګړي بريد نوم وانخيست، خو د ډېسېمبر پر ۲۸مه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت چارواکو ويلي ول چې د خوست ولایت د تریزیو او عليشیرو ولسوالۍ او د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند ډیورند کرښې ته نېږدې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې د شپې پيل شوې وه او د هغې ورځې تر نيمايي يې دوام کړی وو.
د خوست ولایت حکومتي سرچینو مشال راډيو ته ويلي ول چې هغه برید د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د جنګي الوتکو د بریدونو او افغان لورته د اوښتو ملکي تلفاتو په غچ کې ترسره شوی وو.
بلخوا د پاکستان د پوځ سرچينو مشال راډيو ته په استول شوي بيان کې دعوه کړې وه چې د ډېسېمبر د ۲۷مې او ۲۸مې ترمينځ شپې مهال "خوارجو" په کورمه او شمالي وزیرستان کې د افغان طالبانو د سرحدي پوستو په کارولو سره پاکستان ته د ننوتلو هڅه وکړه، چې دوی يې "ټينګ ځواب" ورکړ او هغوی يې په شا کړل.
دا تر هغه وروسته ده چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ سلنه زیات شوي دي. د رپورټ ترمخه ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍنېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.
په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوې ده. رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱،۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول.
په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال ۳۵۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول چې پکې ۷۸ د ملېشې او فرنټيير کانسټېبلری، ۱۴۰ پوليس او ۱۳ لیویز سرتېري ول. د دې ترڅنګ ۳۵۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۲۱ ټپيان ول.
رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ له مخې، تېر کال په دې صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ بریدونه بېلابېلو بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو کړي ول.
بلخوا د پاکستان پوځ ويلي دي چې امنيتي ځواکونو په ۲۰۲۴ز کال کې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۵۹،۷۷۵ عمليات تر سره کړي دي.
د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د ډېسېمبر پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د دې عملياتو پر مهال ۹۲۵ وسلوال وژل شوي دي، چې په وينا يې دا شمېره په تېرو پينځو کلونو کې تر ټولو لوړه ده.
نوموړي زياته کړه چې پر دې مهال ۳۸۳ پاکستاني افسرانو او عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چودري په وينا، په پاکستان کې په ۲۰۲۴ز کال کې هره ورځ د پوځ، استخباراتي ادارو او قانون پلي کوونکو ادارو له لوري له ۱۷۹ څخه زیات عملیات ترسره شوي دي.