طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې پر کابل د واکمنو طالبانو استازي حافظ محيب الله مشال راډيوته وويل چې دوی به هم ورته اسناد د پاکستان ټرانسپورټرانو ته ورکوي چې د جاري کولو لپاره يې له کابله يو چارواکی پېښور ته رسېدلی دی.
په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د ستونزو په اړه د جون له څلورمې څخه درې ورځنۍ مشورتي جرګه پیلېږي چې پکې د بېلابېلو ګوندونو مشران هم ګډون کوي. د جرګې یو منتظم جاوېد مسید وايي، تر دې مخکې یې تېره میاشت په پېښور کې هم جرګه کړې وه. له مسید سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې خبرپاڼه زياتوي، پوځ هم د مې پر ۲۷مه، د خيبر ضلعې د باغ سيمې په عملياتو کې اووه وسله وال وژلي او دوه يې زخمي کړي دي. د بيان تر مخه، هم د باغ په نښته کې وسله والو د پوځ پينځه سرتيري وژلي دي.
د پاکستان دولتي خبري اژانس ای پي پي د پاکستان سفارت په حواله نن خبر ورکړي چې په بشکیک کې مېشت بهرني زده کوونکي چې پاکستانيان هم پکې شامل دي، څو ورځې وړاندې د مصري زده کوونکو سره نښتي شوي وي.
دا فيصله د اپريل پر ۲۶مه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د مرکزي کابيني په غونډه کې وشوه. له غونډې وروسته د خپور شوي يو بيان ترمخه دا توسيع د قبایلو او د سرحدونو د چارو وزارت (سيفران) په وړانديز شوېده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۴مه، رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې سيد ابراهيم ريیسي په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې له چارواکو سره خبرې وکړې.
ایرانی ولسمشر پر داسې مهال پاکستان ته تللی دی چې د سږ کال په پیل کې د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا پیدا شوه او داراز، په وروستیو اوونیو کې د ایران او اسراییلو ترمینځ د تاوتریخوالي له وجې په منځني ختیځ کې وضعیت کړکېچن دی.
پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی جنید اکبر وایي، د خیبر پښتونخوا د کابېنې غړو د پېښور قول اردو قومندان (کور کمانډر) کور ته د غونډې لپاره نه ول ورغلي بلکې هلته د روژه ماتې لپاره ورغلي ول.
په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ګنډه پور او شريف د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې ملاقات وکړ. تر دې وروسته ګنډه پور او د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال په یوه شریکه خبري غونډې کې وویل چې له وزیراعظم سره یې په ولسی او صوبايي چارو ډېرې مثبتې خبرې شوې دي.
د وزیراعلا دفتر د مارچ پر ۱۲مه د ګنډه پور په مشرۍ تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې چارواکي له وفاقه د قامي مالیاتي کمېشن (نیشنل فاینانس کمېشن یا اېن اېف سي) له پیسو څخه صوبې ته د خپلې برخې ورکولو په اړه هم وغږېدل.
په غونډه کې د پاکستان تلونکی ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي، وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ، بحري او هوايي ځواکونو مشران، پخواني وزیراعظمان میا نواز شریف، یوسف رضا ګېلاني، د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او د هغه ګوند او مسلم لیګ (ن) مخکښه مشران او د پارلېمان غړي موجود ول.
په پاکستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د رايو اچولو عمل نن سهار پيل شو. په دغو انتخاباتو کې اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزی په میدان کې دي.
په غونډه کې لنډمهالی وزیراعظم انوار الحق کاکړ، د پنجاب اعلاوزیره مریم نواز، د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه، د بلوچستان اعلاوزیر میر سرفراز بګټی، د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف په ګډون د هغه ګوند مخکښه سیاستوالان، د پیپلز ګوند مشران اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري ګډون وکړ.
د مارچ پر درېیمه نېټه د پاکستان د قامي اسمبلۍ اکثرو غړو د مسلم لیګ (ن) سیاستوال میا شهباز شریف د هېواد د نوي وزیراعظم په توګه غوره کړ. دا چې د نوموړي حکومت به له کومو مشکلاتو سره مخامخ وي، ځواب یې په دې ویډیو کې وګورئ.
سپیکر صادق د انتخاب طریقه بیانه کړه او و یې ویل چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ په مشرۍ د یوشمېر ګوندونو نوماند شهباز شریف ته د رایې ورکوونکي دې د قامي اسمبلۍ د تالار "الف دهلېز" ته ولاړ شي او د سني اتحاد کونسل نوماند عمر ایوب خان ته ووټ ورکوونکي دې "ب دهلېز" ته ورشي.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند یو مخکښ بیرسټر محمد علي سیف د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې په وفاق او پنجاب صوبه کې پر حکومت مخالفه څوکیو د کېناستلو پرېکړه کړې ده.
نور وښیئ