مولانا فضل الرحمان تور پورې کړ چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې اېسټيبلېشمنټ لاسوهنه کړې ده. نوموړي زياته کړه چې په پارلېمان کې "د اېسټيبلېشمنټ استازي" نه بلکې "د ولس استازي" په کار دی.
د فبرورۍ پر ۲۷مه د احتساب عدالت جج ناصر جاوید رانا د قضيې اورېدنه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې وکړه، چيرې چې عمران خان وار له مخه لا په ځينو نورو قضیو کې زنداني دی.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.
د فبرورۍ پر ۲۵مه د اسمبلۍ ۱۴۷ غړو خپلې رایې وکارولې چې ورڅخه یې ۱۱۱ د پیپلز ګوند له لوري د سپیکر دندې ته د نومول شوي سید اویس قادر شاه او ۳۶ یې د متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) د نوماندې صوفیې سعید شاه په حق کې رایې وکارولې.
د پنجاب اسمبلۍ د سپیکر سبطین خان په مشرۍ غونډه د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور پر وخت د سهار د ۱۰ بجو پر ځای دوه ساعته وروسته پیل شوه چې پکې د صوبې اعلا وزارت څوکۍ ته د مسلم لیګ (ن) نومول شوې سیاستوالې مریم نواز په ګډون د نورو ګوندونو غړو سوګند وکړ.
لياقت چټه وویل چې هغه د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د راولپېنډۍ ډوېژن د قامي اسمبلۍ پر اووه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۳ څوکیو درغلۍ کړې دي او بایلونکو نوماندانو ته یې لسګونه زره رایي ورزیاتی کړې دي او په دې توګه یې هغوی بریالي کړي دي.
عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د حکومت مخالفه ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې کړل شوی وو. د ګوندونو د هغه اتحاد (پي ډي اېم) مشري مولانا فضل الرحمان کوله.
د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ق)، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي)، استحکام پاکستان پارټۍ او د بلوچستان عوامي ګوند مخکښه مشرانو د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د ګډې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ.
نور وښیئ