د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې نن دویمه ورځ ده


په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه د جون پر ۳۰مه پیل شوې ده ـ پخوانی انځور.
په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه د جون پر ۳۰مه پیل شوې ده ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه د جولايي پر لومړۍ نېټه په دویمه ورځ روانه ده.

دا د افغانستان په اړه درېیمه نړیواله غونډه ده. په دې کې د طالبانو حکومت، امریکا او پاکستان په ګډون د ګڼو هېوادونو او سازمانونو استازي برخه لري.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د جون پر ۳۰مه پیل شوی دوه ورځنۍ ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ او رغنده ډول د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

د سازمان په بلنه پرافغانستان د واکمنو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ شپږ کسيزه پلاوی د دوحې په غونډه کې شرکت کړی دی. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې مشال راډيو ته وويل چې خبرې په مثبته فضا کې شوې دي. هغه وویل ګډونوالو ته یې خپل دریځ بیان کړ او د افغانستان په اړه یې د نړیوالو موقفونه هم واورېدل.

مجاهد وویل "هغه تشویشونه چې نړیوال یې لري، موږ هڅه کوو چې د خپلو خلکو اړتیا ته په کتو هغه رفع کړو خو دا وخت غواړي. په دې کې نړیوال باید زموږ سره مرسته وکړي، نه دا چې د بندیزونو له لارې زموږ ولس تر فشار لاندې ونیسي."

د غونډې دویمه ورځ به هم د لومړۍ ورځې په څېر د تړليو دروازو ترشا روانه ده، چې د ورځې په اوږدو کې به ورته د ملګرو ملتونو د استازو ترڅنګ طالب چارواکي ويناوې وکړي او په پای کې به ازاد بحث وشي.

د قطر پلازمېنه دوحه په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د طالبانو لپاره له سیاسي پلوه مهم ښار پاتې شوی دی.

هغه مهال چې طالب مشرانو په افغانستان کې دننه او بهر په پټه ژوند کاوه، په هغه ښار کې یې یوشمېر غړو په څرګنده سیاسي دفتر چلاوه او د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په میاشت کې همدا ښار وو چې پکې طالبانو او امریکا په خپلو کې د سولې موافقه لاسلیک کړه.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ناستې مشري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله روزمېري ډېکارلو کوي او په افغانستان کې د هغه سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره روزا اوتونبایېوا هم ورغلې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفان دوجارېک په وینا په هغه غونډه کې د شا او خوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.

د غونډې په نورو ګډونوالو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي، د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی شامل دي او د چین ځانګړی استازی برخه لري.

د غونډې اجنډا

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند دوجارېک د جون پر ۲۵مه یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې په غونډه کې "له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همغږې او منظمې همکارۍ په اړه خبرې" کېږي.

د نوموړي په خبره، په غونډه کې پر هغه خپلواکه ارزونه هم بحث کېږي د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له افغانستان سره د تعامل په اړه وړاندې شوې وه.

د هغه په خبره، دا غونډه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو، سیمه ییزو هېوادونو او د طالبانو ترمینځ خبرو اترو ته زمینه برابروي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د هغه سازمان د مرستدویه ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتنبایېوا او د طالبانو حکومت تایید کړې چې د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د اجنډا موضوعات خصوصي سوداګري، بانکداري او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پالیسي ده.

د طالبانو مشر له واک ته رسیدو وروسته د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه او دوی په وار وار ادعا کړې چې د کوکنارو کښت یې تر ټولو ټيټې کچې ته رسولی دی او د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې یې مبارزه کړې ده.

ملګرو ملتونو ويلي چې په مرکزي غونډه کې به ښځې نه وي البته د څنډې په بحثونو کې به افغانانې موجودې وي.

هغه سازمان د جون پر ۲۵مه په بیان کې ویلي ول چې ټاکل شوې چې ډېکارلو، اوتونبایېوا او د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د جولای پر دویمه د افغانستان د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د چیلېنجونو د هواري او د یوې حللارې د موندلو لپاره، چې پکې د یوه ځانګړي استازي ټاکل هم د بحثونو یوه برخه جوړوي، دوه ځلې په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړې دي.

لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ز کال په مې کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د روان ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې وشوه. هغه سازمان لومړۍ ناستې ته طالبان نه ول وربللي او په دویمه غونډه کې د طالبانو حکومت خپله له ګډونه انکار کړی وو.

ملګرو ملتونو ويلي چې په هغه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ترهګرۍ ضد چارو او نشه يي توکو د مخنيوي په اړه هم خبرې کېږي.

XS
SM
MD
LG