د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني او طالب چارواکو په قطر کې پر "دوه اړخیزو مسایلو" خبرې کړي


د جولای پر لومړۍ نېټه د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی د پاکستان له ځانګړي استازی اصف دراني سره په دوحه کې.
د جولای پر لومړۍ نېټه د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی د پاکستان له ځانګړي استازی اصف دراني سره په دوحه کې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له مرکزي وياند ذبیح الله مجاهد سره ليدلي دي.

دراني پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې د جولای پر لومړۍ نېټه یې د طالبانو له پلاوي سره په دوحه کې د پاکستاني سفیر په کوربه توب مېلمستیا کې وليدل. هغه دا ملاقات ښه بللی دی او یلی یې دي چې پر سيمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې.

ذبیح الله مجاهد هم پر خپله اېکس پاڼه ورته خبرې کړې دي. مجاهد او مل پلاوی یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په استازیتوب د دوحې په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته تللی وو چې د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ نېټه ترسره شوه.

ملګرو ملتونو ويلي چې د دوی په کوربه توب دې غونډه کې طالبانو ته وويل شول چې پر ښځو بندیزونه لیرې کړي، مدني ټولنو ته د فعاليت اجازه ورکړي او د ټولشموله حکومت جوړولو لپاره دې لاس په کار شي.

په دې غونډه کې د ۲۵ هېوادونو استازو ګډون کړی وو. خو په مرکزي خبرو کې ښځې نه وې شاملې چې کاناډا او د بشري حقونو فعالانو پرې سختې نيوکې کړې دي.

په همدې حال کې د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې د پاکستان حکومت ته یې واضحه کړې چې پر خپله خاوره به هېڅ‌ قسمه تېری نه مني. د هغه په خبره له اسلام اباد سره ښې اړيکې غواړي خو تېری نه شي زغملی.

مجاهد دا خبره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د هغه بیان په غبرګون کې تکرار کړې چې ويلي یې وو چې په افغانستان کې دننه عملیات کولی شي.‌ هغه د جون پر ۲۷مه له امریکا غږ سره په مرکه کې زیاته کړې وه: "په عزم استحکام پوځي عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو نو پاکستان په افغانستان کې هم د تحریک طالبان ‏پاکستان (ټي ټي پي) پرضد عمليات وکړي."

پاکستان تور پورې کوي چې ټي ټي پي له افغانستانه بریدونه پلانوي. ټي ټي پي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ردوي. د طالبانو حکومت په بیا بیا ويلي چې د پاکستان حکومت دې له ټي ټي پي سره خپله مسله د خبرو له لارې حل کړي.

په همدې حال کې په دوحه کې د طالبانو د حکومت استازو د پاکستان، قطر او ازبکستان له استازو سره په تجارتي راکړې ورکړې هم خبرې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې د جولای پر لومړۍ نېټه شوې دغې غونډه کې پر دې بحث وشو چې له ازبکستانه، افغانستان او پاکستان ته د اورګاډي د پټلۍ غځولو لپاره قطر څومره مالي مرسته او پانګونه کولی شي.

د ټرانس افغان په نوم د دې پروژې تړون، د تېر ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په وخت کې لاسليک شوی وو. د اورګاډي ۶۴۷ کيليوميټره پټلۍ په افغانستان کې تېريږي چې هغه مهال پرې د ناامنيو له وجې کار درېدلی وو ځکه چې د طالبانو او داعش وسلوالو ډلو پر افغان امنيتي ځواکونو بریدونه کول.

د مخکيني جمهوري حکومت لخوا د دې پروژې په اړه خپاره شوي معلومات ښيي چې د اورګاډي پټلۍ به له مزارشریف څخه پیلېږي چې بیا به پر سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو تېره او له ډنډ پټان ولسوالۍ پاکستان ته واوړي.

تر دې وړاندې د ازبکستان چارواکو ویلي وو چې دغه پروژه به تر ۲۰۲۷ز کال پورې بشپړه شي. د پروژې لګښت څه باندې څلورنیم بېلیونه ډالر اټکل شوی وو.

XS
SM
MD
LG