د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ۶ ګوندونو د ګډ وفاقي حکومت جوړولو اعلان کړی دی


د مسلم لیګ (ن) مخکښه مشران خپلو پلویانو ته تر وینا مخکې - د فبرورۍ نهمې انځور.
د مسلم لیګ (ن) مخکښه مشران خپلو پلویانو ته تر وینا مخکې - د فبرورۍ نهمې انځور.

په پاکستان کې شپږو ګوندونو د وفاقي اېتلافي حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ق)، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي)، استحکام پاکستان پارټۍ او د بلوچستان عوامي ګوند مخکښه مشرانو د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د ګډې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ.

د پیپلز ګوند ګډ مشر اصف علي زرداري خبريالانو ته وویل چې هغه ګوندونه د هېواد د مسلو د هواري لپاره د شریک حکومت پر جوړولو سلا شوي دي. "موږ پرېکړه کړې چې په شریکه حکومت جوړوو او پاکستان به له مشکلاتو باسو – هغه که اقتصادي مسلې دي، که ترهګري ده – نو موږ به په شریکه د میا نواز شریف کورنۍ او نورو ملګري کامیابوو."

تر دې وروسته د مسلم لیګ (ن) ویاندې مریم اورنګزېب پر اېکس ولیکل چې د ګوند رهبر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف د پاکستان د وزیراعظمۍ او مریم نواز د پنجاب د اعلا وزارت څوکیو ته نومولي دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي پایلو سره سم، د قامي اسمبلۍ له ۲۶۵ څوکیو څخه پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۵، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۴، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷، مسلم لیګ (ق) درې، استحکام پاکستان ګوند دوه او بلوچستان عوامي پارټۍ یوه څوکۍ ګټلې ده.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي. د دې له مخې، د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت یعنې ۱۶۹ کسانو ضرورت وي.

د پاکستان شپږو ګوندونو د ګډ حکومت جوړولو اعلان پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف ویاند رووف حسن د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د خپل مشر عمران خان په لارښوونه یې فیصله کړې چې په وفاق او پنجاب کې له مجلس وحدت مسلمین سره ګډ حکومت جوړ کړي.

د ده په خبره، په خیبر پښتونخوا کې د مخصوصو یا ځانګړو څوکیو لپاره له جماعت اسلامي سره اتحاد کوي.

د غیر حتمي نتیجو له مخې د قامي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې یعنې ۱۰۱ څوکۍ خپلواکو نوماندانو ګټلې دي چې ورڅخه یې پر ۹۲ هغو د تحریک انصاف ملاتړي امېدواران منتخب شوي دي او مجلس وحدت مسلمین یوه څوکۍ ګټلې ده.

البته د انتخاباتي کمېشن پر ووبپاڼه د پایلو له مخې، مجلس وحدت مسلمین په پنجاب کې یوه څوکۍ هم نه ده ګټلې.

په خیبر پښتونخوا کې ۹۰ څوکۍ خپلواکو نوماندانو او جماعت اسلامي درې څوکۍ ګټلې دي.

په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول.

له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول ځکه چې کمېشن ورته ته د ګوندي انتخاباتو په سمه توګه نه کېدو له وجې د کرکټ د بیټ (بلې) له نخښې ورکولو انکار وکړ. له دې وجې د پي ټي ای نوماندانو په خپلواکه توګه په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د انتخاباتي کمېشن په وینا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي څوکیو لپاره د ۵،۱۲۱ نوماندانو ترمینځ سیالي وشوه چې له هغو څخه یې ۳۱۲ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

داراز، د څلورو صوبايي اسمبلیو د ۵۹۰ څوکیو ډکولو لپاره د ۱۲،۶۹۵ امېدوارانو ترمینځ سیالي وشوه چې ورڅخه یې ۵۷۰ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په وینا، د هغه هېواد ۱۲۸.۵ مېلیونه وګړو خپل ووټ کارولای شو چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم، په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې وې.

په پاکستان کې د ازادو او رڼو انتخاباتو لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فري اېنډ فېیر الېکشن نېټورکم یا فافېن) د فبرورۍ پر ۱۰مه په خپل لومړني رپورټ کې وویل چې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې ۴۸ سلنه خلکو خپلې رایې وکارولې.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

XS
SM
MD
LG