د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي په افغانستان د مذهبي لږکيو د حقونو سرغړونې زياتې شوي


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د هندوانو او سېکانو له استازو سره سره په کابل کې ليدنه کوي ـ انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د هندوانو او سېکانو له استازو سره سره په کابل کې ليدنه کوي ـ انځور له ارشيفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۲۳ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مذهبي لږکیو له حقونو څخه سرغړونې زیاتې شوې دي.

د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه د دغه وزارت په کلني راپور کې، چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ووبپاڼه خپور شوی، ویل شوي چې طالبانو تېر ۲۰۲۳ز کال کې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو د عبادت ځایونو ساتنه نه ده کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اينتني بلېنکن د جون پر ۲۷مه د دغه راپور د خپرولو پر مهال ويلي چې اوسمهال په نړۍ کې د مېليونونو خلکو مذهبي ازادۍ ته درناوی نه کېږي او وروستۍ موندنې ښيي چې په نړۍ کې پر مذهبونو دولتي محدودیتونه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړې "په هره سیمه کې خلک له مذهبي تاوتریخوالي او مذهبي تبعیض سره مخ دي، هم د دولت لخوا او هم د وطنوالو لخوا. امکان لري چې له ښوونځي او دندې څخه بې برخې شي، وځورول شي، ووهل شي او یا له هغه نه بدتره."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې راغلي چې طالبانو په افغانستان کې شیعه ګان څنډې ته کړي چې دا ډول د هېواد پریښودو ته اړ شي.

د افغانستان په یوه مرکزي ولایت کې یوه شیعه مدني او فرهنګي فعاله، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، مشال راډيو ته وويل چې طالبان د جعفري مذهب پر وړاندې یو ډول تبعیض لري. "لکه داسې چې وايي هغوی (طالبان) پر حق دي او دا مذهب باطل دی او همدا شان په عدالتونو کې چې کله فیصلې کوي نو اسلام د حنفي فقهې پر بنسټ يې کوي."

د دغه راپور له مخې، وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، څه باندې ۹۰۰ سېکان او هندوان له هغه هېواده وتلي او یوازې شپږ کسان یې د خپلو سپېڅلو ځایونو او کتابونو د ساتنې لپاره په افغانستان کې پاتې شوي دي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګه کې د هندوانو او سېکاانو پخوانۍ استازې انارکلي هنریار وایی، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره امن ځای نه دی. "دوه ځلې د هغوی پر سپېڅلو ځایونو حمله شوې او بالاخره دې ته اړ شوي چې د ناامنۍ له امله افغانستان پرېږدي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ادعاوو په اړه د مشال راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو د دوی د حکومت چارواکو په وار وار په خبري ناستو او د قومي او مذهبي لږکیو له استازو سره په لیدنو کې ویلي، چې د ټولو قومي او مذهبي لږکیو حقونو ته درناوی لري او حقونه یې خوندي دي.

XS
SM
MD
LG