د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وايي د جنرال باجوه او جنرال حميد په خوښه یې عمران خان له واکه ليرې کړی وو


د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان - انځور له ارشيفه
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان - انځور له ارشيفه

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې د جنرال قمر جاوېد باجوه او جنرال فيض حميد په خوښه یې عمران خان د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزیراعظمۍ له څوکۍ ليرې کړی وو.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه د پاکستان له شخصي ټېلېویژن "سما" سره په يوه مرکه کې وویل چې هغه په شخصي توګه نه غوښتل چې د عمران خان حکومت دې د "عدم اعتماد تحريک" له لارې ختم کړل شي، بلکې د هغه په وينا د نوموړي خواهش وو چې د عمران خان حکومت دې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د "تحريک په زور" ليرې کړل شي.

نوموړي دعوه وکړه چې د هغه وخت د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر او د هغه وخت د پېښور کور کمانډر جنرال فيض حميد په پي ډي اېم کې شاملو ګوندونو ته تګلاره په لاس ورکړه.

جنرال باجوه او جنرال فيض حميد، چې اوس تقاعد شوي دي، د مولانا فضل الرحمان د ادعاوو په غبرګون کې لا څه نه دي ويلي او نه هم پوځ بيان خپور کړی دی البته پاکستان پيپلز ګوند د هغه تورونه رد کړي دي.

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د حکومت مخالفه ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې کړل شوی وو. د ګوندونو د هغه اتحاد (پي ډي اېم) مشري مولانا فضل الرحمان کوله.

عمران خان په لومړي سر کې ادعا کړې وه چې هغه د امريکا د سازش په نتيجه کې له واکه ليرې کړل شوی خو وروسته له هغې ادعا په شا شوی وو او ويلي يې ول چې جنرال باجوه هغه له واکه ليرې کړی دی. امريکا د هغه دا تورونه رد کړي ول.

مولانا فضل الرحمان دا بيان له هغه وروسته ورکړی چې د نوموړي ګوند د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د هغه له هيلو برعکس د زياتو څوکيو په ګټلو کې بريالی نه شو.

وروسته نوموړي، د فبرورۍ پر ۱۵مه، د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د سیاستوالانو له یو پلاوي سره په اسلام اباد کې وکتل. تر هغې ناستې وروسته د دواړو ګوندونو سیاستوالانو خبريالانو ته وویل چې هغوی د فبرورۍ اتمې پر انتخاباتو خبرې وکړې او دواړه ګوندونو پر دې نکته یو نظر لري چې په انتخاباتو کې ټګي شوې ده.

خو د انتخاباتو کمېشن ويلي دي چې ټاکنې شفافې وې او که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

د سږ کال تر انتخاباتو او تر هغه وړاندې په نورو انتخاباتو کې تحریک انصاف او جمعیت علمای اسلام (ف) د یو بل سخت مخالف پاتې شوي دي او د یو بل پر ضد يې سختې خبرې کړې دي.

دا چې هغه دواړه ګوندونه څنګه تر اوږدې مودې مخالفت وروسته په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو په اړه یو دریځ لري؟

خبریال او شنونکی لحاظ علي وایي چې مولانا فضل الرحمان پر پوځي اېسټيبلېشمنټ او په مرکز کي پر ممکنه واکمن ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پيپلز ګوند د فشار اچولو هڅه کوي او په راروانو حکومتونو کې د زیاتو وزارتونه ترلاسه کول غواړي.

خو مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د حکومت برخه نه جوړېږي او د هغه ګوند به په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن پر څوکیو کښېني.

په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځ او امنیتي ادارې لپاره کارېږي. د پاکستان پوځ تر اوسنيو انتخاباتو وروسته پر هغوی د نيوکو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په سياسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي ول.

خبریال او شنونکې شمیم شاهد وايي مولانا فضل الرحمان په اوسنيو انتخاباتو کې ډېرې هیلې لرلې خو هغه تر انتخاباتو وروسته حالت اوتر هغه وړاندې د عمران خان د وزیراعظمۍ تر ختمېدو وروسته په حکومت کې له شاملو ګوندونو خفه دی.

د پاکستان یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، هزاره جمهوري ګوند، نیشنل ګوند او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د نتیجو بدلولو پرضد احتجاجونه کړي دي.

په کراچۍ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) او تحریک انصاف غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۵مه، د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته مظاهره وکړه. اخوا د جماعت اسلامي غړو او پلویانو د کراچۍ ښار په ختیزه ضلع کې احتجاج کړی دی.

تر دې وړاندې عوامي نیشنل ګوند او مجلس وحدت المسلمین هم په انتخاباتو کې د درغلیو ضد احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG