د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راز ساتنې تګلاره

د شخصي راز ساتنې تګلاره

پر انټرنېټ د شخصي راز ساتنې په باب د مشال راډیو تګلاره

مشال راډیو په دې باور لري چې د انټرنېټ کاروونکو د شخصي راز حق خوندي دی او څوک چې زموږ پاڼه کاروي هېڅ کله نه څارل کېږي.

خو که څوک غواړي چې د مشال راډیو مطالب ترلاسه کړي او غواړي چې د انټرنېټ له لارې زموږ په ووبپاڼه کې ګډون وکړي نو دا کار به د خپل برېښلیک پتې (ايمېل ایډرېس) له لارې کوي.

دویم کار چې موږ یې کوو، یوازې د مشال راډیو ووبپاڼې ته د ورتلونکو کسانو شمېر ثبتوو چې دا موږ ته ښيي چې څومره کسان زموږ ووبپاڼې ته راغلي ول او څومره وخت یې تېر کړ.

د ایمېل پته

که څوک وغواړي چې د مشال راډیو خبرپاڼې ترلاسه کړي، نو خپل برېښلیک پته (ايمېل ایډرېس) به راسره ثبتوي. موږ هېڅکله، هېڅ درېیمګړي ته زموږ په پاڼه کې د ګډونوالو په اړه معلومات نه ورکوو او د ايمېل پتې یې له هېچا سره نه شریکوو.

ستاسې له ايمېل پتې څخه له دې پرته چې خپلې خبرپاڼې درواستوو، بله هېڅ راز ګټه نه اخلو او ان د خپلې ادارې نورو داخلي کارکوونکو ته یې هم نه ښييو.

د مشال راډیو د خبرپاڼو ګډونوال چې هر وخت وغواړي چې نور زموږ خبرپاڼې ترلاسه نه کړي، خپل ايمېل بېرته اخیستای شي او موږ ته راکړې اجازه هم ختمولای شي.

د دې کار لپاره د مشال راډیو په انټرنېټي خبرپاڼو کې لارښوونه ولولئ. که له ګډونه د وتلو له مشکل سره مخامخ شوﺉ، د مشال راډیو په انټرنېټي خبرپاڼه کې د لیکلي ايمېل او یا هم د mashaalradio@rferl.org له لارې اړیکی ونیسئ.

د کتونکو د شمېر ثبتول یا شماریاتي معلومات

د اکثرو ووبپاڼو په څېر مشال راډیو هم د هغو کسانو شمېر معلوموي چې ووبپاڼې ته راځي. د دې کار موخه دا ده چې څومره کسان، له کومو هېوادونو څخه زموږ د پاڼې کومې برخې او مطالب ویني.

د دې معلوماتو تر لاسه کولو موخه دا نه ده چې تاسې څوک یاست، بلکې یوازې د هغو خلکو د انټرنېټ پروټوکول یا کمپیوټري شمېره ثبتېږي چې زموږ پاڼه یې لیدلې.

هغه پروګرام چې دا ډول معلومات او شمېرې رېکارډوي د "cookie to track" په مرسته چلېږي. د مشال راډیو سایټ ته د لیدونکي د راتګ په وخت "cookie to track" ثبتېږي او چې کله ترې ووت "cookie to track" بېرته حذف او ختم شي.

ټول شوي معلومات یعنې د لیدونکو شمېر، هېواد او نور یوازې د مشال راډیو د ووبپاڼې د کیفیت د معلومولو او ښه کولو لپاره کېږي، او بله هېڅ ګټه ورڅخه نه اخیستل کېږي.

که وړاندیز لرﺉ او یا نورې پوښتنې، لطفاً د دې web@rferl.org پتې له لارې راسره اړيکی ونیسئ.

خبرې او سندرې خپرونه واورئ

XS
SM
MD
LG