د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د ۱۹۰ مېليونه برتانوي پانډو درغلۍ قضيه کې عمران خان او بشرا بي بي "رسمي تورن" کړل


عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال - پخوانی انځور
عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال - پخوانی انځور

د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې احتساب عدالت د ۱۹۰ مېليونه برتانوي پانډو د درغليو قضيه کې د هغه هېواد پخوانی وزیر اعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي په رسمي ډول تورن کړل.

د فبرورۍ پر ۲۷مه د احتساب عدالت جج ناصر جاوید رانا د قضيې اورېدنه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې وکړه، چيرې چې عمران خان وار له مخه لا په ځينو نورو قضیو کې زنداني دی.

عمران خان او د هغه مېرمنې پر هغوی له لګېدلو تورونو انکار کړی دی. وروسته عدالت د دې قضيې اورېدنه د مارچ تر شپږمې وځنډوله.

عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په دغه قضیه کې ګرفتار کړل شو چې له هغه وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

نوموړی دا مهال په ځينو نورو مقدمو کې هم په اډياله زندان کې دی.

د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر دويمه د راولپېنډۍ یو ځايي عدالت عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته له عدت پوره کېدو وړاندې د واده کولو پر سر د اوو، اوو کلونو بند سزا واوروله.

تر هغه وړاندې، د جنورۍ پر ۳۱مه یو عدالت عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د درغلۍ په یوه قضيه (توشه خانه) کې د ۱۴ کلونو بند سزا اورولې وه. تر هغه يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۳۰مه، عدالت د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې عمران خان او د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي ته د ۱۰، ۱۰ کلونو بند سزا اورولې وه.

عمران خان، د هغه مېرمنې او شاه محمود قريشي پر هغوی لګول شوي تورونه رد کړي او د دې تر شا سياسي انګېزه بولي.

د "۱۹۰ مېليونه پاونډه" قضيه څه ده؟

د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه نېټه د برتانیا د جنایتونو ملي ادارې په پاکستان کې د جایدادونو او تعمیراتي چارو له یو لوی کاروباري ملک ریاض حسین سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه د جوړجاړي خبر ورکړ.

هغې ادارې د جوړجاړي په نتیجه کې د لندن په هایډ پارک کې د نوموړي د ۵۰ مېلیونه پاونډو ارزښت لرونکی یو کور او د هغه په بانکي حسابونو کې کنګل پیسې واخیستې او و یې ویل چې هغه ۱۹۰ مېلیونه پاونډه به د پاکستان دولت ته لېږدول کېږي.

د برتانیا د جرمونو ادارې د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې، د عمران خان د وزیراعظمۍ تر پیلېدو یوشمېر میاشتې وروسته، په برتانیا کې د ملک ریاض حسین د شتمنیو په اړه پلټنې پیل کړې وې.

ادارې هغه مهال شک څرګند کړی وو چې په برتانیا کې د نوموړي شتمنۍ ښايي په پاکستان کې د درغلیو او رشوتونو له لارې ترلاسه شوې وې. د همدې له کبله هغې ادارې په برتانیا کې د ملک ریاض حسین شتمنۍ کنګل کړې.

د سپریم کورټ او ملک ریاض حسین جوړجاړی

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، پر هم هغه کال د پاکستان سپریم کورټ هم له ملک ریاض حسین سره د هغه د شرکت بحریه ټاون په اړه په یوه قضیه کې جوړجاړی وکړ او پر هغه یې د ۴۶۰ اربه روپیو جرمانه ولګوله. پر نوموړي تور پورې شوی وو چې د ودانیو جوړولو لپاره یې د کراچۍ په ملیر سیمه کې په ناقانونه توګه زرګونه اېکړه ځمکه ترلاسه کړې وه.

کله چې د برتانیې د جرمونو ملي ادارې د جوړجاړي خبر ورکړ، نو پر هم هغه ورځ ملک ریاض بیان ورکړ چې له برتانیې څخه ترلاسه کېدونکې پیسې به سپریم کورټ ته ورکړي او درې ورځې وروسته یې ۱۹۰ مېلیونه پاونډه، چې هغه وخت ۳۹ اربه روپۍ جوړېدې، د حکومت پر ځای د سپریم کورټ بانکي حساب ته انتقال کړې.

هغه مهال د عمران خان د احتساب چارو ځانګړي سلاکار شهزاد اکبر د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې پیسې ولې حکومت ته انتقال نه شوې، ویلي ول چې سپریم کورټ هم د دولت برخه ده، نو دا مهمه نه ده چې پیسې چېرې لېږدول کېږي.

د پاکستان د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن وايي، د هغه وخت وزیراعظم عمران خان له خپلې کابینې څخه د برتانیا د جرمونو له ادارې سره د جوړجاړي منظوري واخیسته خو د معلوماتو د محرمیت د هوکړې له کبله یې ورته جزییات ور نه کړل.

د القادر ټرسټ جوړېدل

د ټېلېوېژن په وینا، تر دې هر څه یوشمېر اوونۍ وروسته په اسلام اباد کې د القادر ټرسټ په نوم بنسټ جوړ شو.

د تحریک انصاف سیاستوالان زلفي بخاري، بابر اعوان او د عمران خان ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د بنسټ غړي وټاکل شول.

د جیو نیوز په خبره، تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته د خان د کابینې په منظورۍ، ملک ریاض حسین د عمران خان نېږدې ملګري او سیاستوال زلفي بخاري ته ۴۵۸ کناله ځمکه ورکړه چې هغه بیا بنسټ ته وسپارله.

تر دې وروسته، بخاري او اعوان دواړو د بنسټ غړيتوب پرېښود او عمران خان، د هغه ښځه او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي شول.

د نیب تحقیقات او د القادر ټرسټ قضیه

په هم هغو ورځو کې د احتساب ملي ادارې د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې څخه د پیسو ترلاسه کولو په بهیر کې د حکومتي واک د ناسم استعمال په اړه معلومات غونډول.

د پاکستان یوشمېر رسنیو په وینا، کله چې نیب په دې اړه ثبوتونه ترلاسه کړل نو د عمران خان، بشرا بي بي، زلفي بخاري او ملک ریاض حسین په اړه یې رسماً پلټنې پیل کړې.

رسنیو د نیب چارواکو له خولې ویلي دي چې هغوی د برتانیا د جرمونو له ادارې څخه د ترلاسه شویو "تورو پیسو" په قضیه کې ملک ریاض ته د قانوني تحفظ ورکولو په بدل کې له هغه څخه اربونه روپۍ او سلګونه کناله ځمکه ترلاسه کړه. د نیب چارواکي وايي چې هغوی د القادر ټرسټ د لوړو زده کړو مرکز یا پوهنتون جوړولو لپاره پیسې او ځمکه ترلاسه کړې وه.

ملک ریاض لا د تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو هغه مهال یې ویلي ول چې د پوهنتون جوړولو ټول لګښت ورکوي.

عمران خان او د هغه ملګرو سیاستوالانو تر دې مخکې د درغلۍ تورونه رد کړي دي.

القادر پوهنتون له پلازمېنې اسلام اباده شاوخوا ۸۰ کېلومیټره لیرې د پنجاب د جېهلم په سوهاوه سیمه کې دی چې اوسمهال یې د ټولنیزو او اسلامي علومو پوهنځي فعال دي او پر ووبپاڼه یې د چېرمېن یا مشر عمران خان پیغام هم شته.

XS
SM
MD
LG