د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلیو نوي غړي د فبرورۍ پر ۲۸مه لوړه کوي


د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غونډو تالار یو پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غونډو تالار یو پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ګورنرانو د فبرورۍ پر ۲۸مه د نویو منتخبو اسمبلیو لومړۍ غونډې وربللې دي.

د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر ارشد حسین شاه د غونډې ورغوښتو لپاره ګورنر غلام علي ته سپارښتنلیک استولی وو چې هغه د فبرورۍ پر ۲۴مه لاسلیک کړ.

د ګورنر دفتر د فبرورۍ پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې په غونډه کې د اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي لوړه کوي.

دا به په څه باندې یو کال کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ لومړۍ غونډه وي ځکه چې د هغې صوبې ګورنر د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه د پخواني اعلا وزیر محمود خان پهسپارښتنه اسمبلي ړنګه کړې وه.

د اسمبلۍ پر ووبپاڼه په خپور شوي فرمان کې راغلي دي چې نوي استازي چې لوړه وکړي نو بیا به د هغې جرګې نوی سپیکر او د هغه مرستیال منتخبوي.

په همدې حال کې د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ هم د فبرورۍ پر ۲۸مه د هغې صوبې د اسمبلۍ لومړۍ غونډه وربللې ده چې پکې به نوي منتخب غړي د خپلې پینځه کلنې دندې لوړه کوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د نویو غړو تر سوګند وروسته به د سپیکر او د هغه د مرستیال د انتخاب لپاره مهالوېش اعلانېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب اسمبلۍ زیاتره نویو غړو د فبرورۍ پر ۲۳مه او د سیند اسمبلۍ استازو د فبرورۍ پر ۲۴مه سوګند وکړ.

XS
SM
MD
LG