د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا امن جرګې د ترهګرۍ ځپلو لپاره حکومتي پالیسۍ بدلولی شي؟


په اورکزو کې امن جرګه - انځور له ارشیفه
په اورکزو کې امن جرګه - انځور له ارشیفه

له تېرې څه مودې راهيسې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې خلکو د ناامنيوو پر ضد امن جرګې کړې او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ مخه دې ونيسي.

خو د بنو د جرګې مشر ملک موېز د جون پر ۲۶مه، په داسې حال کې چې په هم هغه ښار کې په يوه جرګه کې ناست وو، مشال راډيو ته وويل چې د امن هڅو يې نتیجه نه ده ورکړې. نوموړي زياته کړه چې د سيمې خلک چې وار له مخه پوځي عملياتو ځپلي دي، د يوه نوي پوځي عملیاتو له وېرې يو وار بيا کډو کولو ته اړ شوي دي.

هغه وايي: "له ۲۰۰۷ کاله تر دې وخته موږ امن ونه ليد. د پاکستان پوځ عملياتو موږ ته هېڅ خير نه دی راوړی. حکومتي چارواکي په جرګو مرکو کې ژمنې وکړي خو عملي کوي يې نه. موږ د ولس د بيدارولو کوښښ کوو، خو هغوی غريبانان څه وکړي؟ جګړه وکړي؟ مړي وکړي؟ هغه خلک چې وار له مخه پوځي عملياتو ځپلي دي، د نوي اپرېشن خبرې دومره وېرولي دي چې خپلې کډې باسي. د سيمې له خلکو سره حکومت هم ظلم کړی دی او دا نور چې موږ او تاسې ورته وسلوالو يا طالبان وايو، دوی هم رحم نه دی ورباندې کړی. موږ چيغې وهو چې امن امن، خو امن نشته."

موږ چيغې وهو چې امن امن، خو امن نشته.
مولوي موېز

په بنو کې د مېشتو بېلا بېلو قبيلو مشرانو د جون پر ۲۱مه په يوه جرګه کې له حکومته غوښتني ول چې هلته دې د هدفي بريدونو مخه ونيسي او امنيت دې ټينګ کړي. بلخوا په سوات کې هم د "سوات قامي امن جرګې" په چوکاټ کې د هغه سيمې قومي مشران او مدني او سياسي فعالان وخت په وخت د امن لپاره غږ پورته کوي.

د دې جرګې يو غړي، د مېنګورې احمد شاه د جون پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د ولس په زور يې خپله سيمه امن ساتلې ده. "دا دلته چې يو څه امن شته دی، دا د خلکو د غږ پورته کولو برکت دی. څه وخت مخکې چې په سوات کې يو ځل بيا وسلوال ښکاره شول او خلکو ته يې د باجونو لپاره خطونه لېږل او ګواښونه یې کول، نو د "سوات ولسي پاڅون" او "سوات قامي جرګې" په غوښتنه ولس د لکونو په شمېر کې راووت او حالت بدل شو. موږ ته ثابته شوې چې که خلک راووځي او سياسي ګوندونه او تنظيمونه يې ملګرتيا وکړي، نو حکومت مجبورېدای شي چې خپلې پالېسۍ بدلې کړي او پر سمه لار روان شي."

دا چې د امن لپاره د ولسي جرګو غږ د پاکستان تر قانون ساز ايوانونو او حکومتي ادارو پورې رسيږي او په حکومتي پالېسيو کې د بدلون لامل کېږي، که نه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مسلم ليګ ن يو غړي او د اپوزيشن ګوندونو پارليماني مشر عباد الله خان د جون پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې حکومت تر اوسه د امن و امان پر مسله هېڅ غونډه نه ده بللې.

نوموړي د ولسي جرګو ارزښت ته په کتو زیاته کړه چې حکومت بايد په خپلو پالېسيو کې د هغوی وړانديزونو ته ځای ورکړي. "تر نن ورځې پورې د اسمبلۍ يوازې پينځه غونډې شوې دي چې موږ پکې بوديجې منظورې کړې دي. پر هېڅ يوې بلې موضوع مو خبره نه ده کړې او نه مو هم کوم قانون جوړ کړی دی. دلته له تېرو ۱۱ کالو راهيسې يو بد حال روان دی. زموږ صوبه ده تر ټولو زياته د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښو ښکار ده او بايد په اسمبلۍ کې پر دې موضوعاتو بحث وشي. جرګه د پښتني کلتور يوه مهمه او اغېزناکه برخه ده. پکار ده د جرګو د مشرانو رای هم وپوښتل شي. خو دا د حکومت کار دی او هغه له دې تښتي. تراوسه يې د امن و امان پر مسله غونډه نه ده رابللې."

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خيبر ضلعې يو استازی محمد اقبال خان وايي، دی د امن لپاره د سيمې د جرګو د غوښتنې کلک ملاتړی دی. نوموړی، چې د تحريک انصاف په پلوۍ د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې بريالی شوی وو، د جون پر ۲۶مه د خيبر پښتونخوا حکومت په بلنه په پېښور کې د امنيت پر مسله د جوړې شوې يوې جرګې په يادولو يې مشال راډيو ته زياته کړه چې د جرګې قراردادونو به د بحث لپاره د صوبې اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

نوموړی زیاتوي: "صوبايي حکومت يوه لويه جرګه جوړه کړې ده چې په پايله کې به يې قراردادونه راځي. د خيبر پښتونخوا حکومت له موږ سره دی نو پر هغو قراردادونو به په اسمبلۍ کې بحث کېږي. د صوبې اعلا وزير په دغه اړه يو بيان هم جاري کړی دی. موږ له خپل ولس سره کلک ولاړ يو."

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۳مه اعلان وکړ چې په ټول ملک کې به د "عزم استحکام" په نوم د ترهګرۍ ضد نوي پوځي عمليات پيلوي. ګڼو سياسي ګوندونو د دې عملياتو مخالفت کړی دی.

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۲ کال راهیسې څو ځلې په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات کړي دي. د دې عملياتو او له وسلوالو سره د نښتو له وجې لکونه خلک بې کوره شوي دي. که څه هم پوځ ويلي چې په دغو عملياتو کې یې ګڼ وسلوال وژلي خو اوسمهال د خیبرپښتونخوا د بېلا بېلو سیمو قومي مشرانو د جرګو او جلسو له لارې حکومت ته خبرداری ورکړی چې ترهګري ختمه شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG