د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور او مردان کې ۲ پولیسان وژل شوي او ۴ ژوبل شوي دي


د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې امبولنس ژوبل کسان روغتون ته لېږدوي ـ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې امبولنس ژوبل کسان روغتون ته لېږدوي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) چارواکي وايي چې د فبرورۍ پر ۲۷مه په مردان او پېښور کې د وسلوالو په بريد کې دوه پولیسان وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.

ادارې تر بريد وروسته مشال راډيو ته په لېږل شوي بیان کې ويلي دي چې نن سهار وختي د مردان د کاټلنګ تحصیل په زړه مټه سیمه کې د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو د پوليسو اېس پي اعجاز خان ووژل شو او د يو ډي اېس پي نسیم خان په ګډون درې پولیس سرتېري په سخت ژوبل حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.

بلخوا نن سهار په پېښور کې د پندو تاڼې په حدود کې ناڅرګنده وسلوالو يو پولیس سرتیرې وژلی او بل يې ژوبل کړی دی.

پولیس وايي چې د ابابيل ځواک دا سرتېري د معمول ګزمه کوله چې پر موټر سايکل سپرو مشکوکو کسانو ته يې د درېدو غږ وکړ، خو هغوی وتښتېدل.

پوليس زياتوي، د سرتېرو د تعاقب پر مهال موټر سايکل سپرو کسانو پر هغوی ډزې کړې او يو پوليس يې وواژه او بل يې ژوبل کړ چې د پیښور يو روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی دی.

تر اوسه چا د دې بريدونو ذمه واري نه ده منلې.

د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې په دا وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ولس يې پرضد احتجاجونه هم کړي دي. بلخوا حکومت او امنيتي ادارې وايي چې د امنيت ټينګولو لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG