د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر غونډه: ملګري ملتونه وايي پر طالبانو غږ وشو چې ټولګډونه حکومت جوړ او پر ښځو بندیزونه ليرې کړي


د ملګرو ملتونو د مشر سیاسي مرستیاله روزمېري ډېکارلو
د ملګرو ملتونو د مشر سیاسي مرستیاله روزمېري ډېکارلو

ملګري ملتونه وايي د قطر په غونډه کې یې د طالبانو له پلاوي سره د ښځو د حقونو، ټولشموله حکومت او مدني ټولنې ته د فعاليت د اجازت په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د مشر سیاسي مرستيالې روزمېري ډېکارلو د جولای پر لومړۍ نېټه تر دې دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې طالبانو ته یې واضحه کړې چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه افغانان له پرمختګه منع کوي. هغې زیاته کړه چې د دوحې په دې غونډه کې د طالبانو د پلاوي شموليت د هغوی د حکومت په رسميت پېژندل یا عادي کول نه دي.

طالبانو غوښتل چې پر دوی نړیوال بندیزونه ختم شي. خو موږ په دې اړه ډېرې خبرې ونکړي.
ډېکارلو

د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ نېټه شوې دې غونډه کې افغان مېرمنې او د مدني ټولنو فعالان په مرکزي غونډه کې نه وو. د طالبانو حکومت په استازيتوب ذبیح الله مجاهد د خپل پلاوي سره ګډون کړی وو. هغه خبريالانو ته وويل چې د افغان مېرمنو مسله د افغانستان داخلي مسله ده خو ډېکارلو زیاته کړه چې د طالبانو پلاوي ته یې واضحه کړې چې پر ښځو دې ټول بندیزونه ليرې کړي. د هغې په وينا د تعليم او کار حق نړیوال بشري حق دی او هېڅ حکومت بايد دا حق له چا وانخلي.

د يادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زوره حکومت ونيو. تر هغې وروسته یې ګڼ سختدريځه امرونه عملي کړي دي. دوی پر ښځو د کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز لګولی دی. طالبان همداراز سياسي ګوندونه هم بند کړي او مدني فعاليت یې محدود کړی دی. د طالبانو په حکومت کې رسنيوو ته ځانګړې لارښوونې شوې چې له وجې یې د بیان ازادي محدوده شوې ده.

ټولشموله حکومت او پر طالبانو بنديزونه

ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت پر ځينو مشرانو وزیرانو د سفر بندیزونه لګولي او د نړۍ هېڅ هېواد یې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. ډېکارلو وويل چې طالبانو د نړيوالو بندیزونو ليرې کول وغوښتل خو د هغې په وينا په دې اړه یې ډېرې خبرې ونکړي. نوموړې زیاته کړه چې ملګري ملتونه په دې هکله کوم قدم نه اخلي ځکه چې په خبره یې دا د غړيو هېوادونو پورې اړه لري چې کوم بندیزونه لیرې کوي او کوم ساتي.

د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې ډېکارلو خبریالانو ته وويل چې طالبانو ته یې د مذهبي لږکيو د حقونو او د ټولشموله حکومت په اړه هم سپارښتنې وکړي. هغې زیاته کړه: "موږ طالبانو ته د ښځو د حقونو، د ټولشموله حکومت او له مدني ټولنو د شراکتدارۍ په اړه خبرې وکړې. دوی زموږ د خبرو ياداښتونه واخیستل. که څه هم دوی ډيرې خبرې نه کولې خو غوږ یې ايښی وو او ياددښتونه یې اخیستل."

ډېکارلو زیاته کړه چې دوی به له نیږدې څاري چې طالبان د نړيوالو د غوښتنو په اړه څه پرمختګ کوي خو د هغې په وينا دا کامیابي ده چې طالبان دې غونډې ته حاضر شول. د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې په تېرو دوو غونډو کې طالبانو له برخه اخیستو انکار کړی وو.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه کې د نيږدې ۲۵ هېوادونو استازو ګډون کړی وو خو په مرکزي بحث کې ښځې نه وي. د غونډې په څنډه کې د طالبانو پلاوي د ځينو هېوادونو له استازو سره دوه په دوه هم ملاقاتونه وکړل. په دې غونډه کې د امريکې، پاکستان، روسیې، چين او ځينو نورو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

پر ملګرو ملتونو نيوکې

ځينو افغان مېرمنو او کاناډا د دې کنفرنس په مرکزي غونډه کې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو د نه ګډون له امله پر ملګرو ملتونو نیوکې کړې وي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۳۰مه په خپله خبرپاڼه کې وويل د ملګرو ملتونو پر دې کار مایوسي ښيي چې غیرطالب ګډونوال، ښځې، د مذهبي او قومي اقلیتونو غړي یې د دوحي په مرکزي غونډه کې نه دي شامل کړي. په بیان کې زیاته شوې وه چې د ښځو له اغيزمن ګډون پرته افغانان خپلو اهدافو ته نه شي رسېدلی.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ويلي وو چې افغان مېرمنې به د غونډې په څنډو کې په بجثونو کې ګډون وکړي. خو د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې ډېکارلو زیاته کړه چې د جولای پر دويمه به له افغان ښځو سره ملاقاتونه ولري. د هغې په وينا د خلکو نیوکې مني خو په وینا یې چې "دا د تماسونو يو پيل دی چې په راتلونکې کې پراخېدلی شي".

د طالبانو ځواب او دريځ

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې مشال راډيو ته ويلي وو چې خبرې په مثبته فضا کې شوې دي. هغه وویل ګډونوالو ته یې خپل دریځ بیان کړ او د افغانستان په اړه یې د نړیوالو موقفونه هم واورېدل. "هغه تشویشونه چې نړیوال یې لري، موږ هڅه کوو چې د خپلو خلکو اړتیا ته په کتو هغه رفع کړو خو دا وخت غواړي. په دې کې نړیوال باید زموږ سره مرسته وکړي."

نوموړي د غونډې پر دوهمه ورځ، پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکنه کې په دوحه کې په دې نړیواله غونډه کې له ګډونه خوښي ښودلې. هغه زیاته کړه چې بېلابېلو هېوادونو ته یې د مخدره موادو د مخنيوي، امنيت او نور مسايلو په اړه د خپل حکومت پيغام رسولې. نوموړي ادعا کړې چې اکثرو هېوادونو ورسره د اقتصادي بهترۍ په برخه کې د همکارۍ وعده کړې ده.

خو د ملګرو ملتونو د مشر سیاسي مرستيالې ډېکارلو زیاته کړه چې د طالبانو لخوا د ټولنې نيمايي نفوس، ښځې، له کار او زده کړو منع کول په دې معنا دي چې افغان ټولنه به شاته پاتېږي. هغې زیاته کړه چې هيله لري چې طالبان په دې اړه د افغانانو او نړيوالو غوښتنو ته درناوی وکړي.

په تېر کې د طالبانو حکومت د نړيوالو ورته غوښتنې رد کړي دي. ذبیح الله مجاهد نه دي ويلي چې د قطر په دې غونډه کې د نړيوالو د سپارښتونو په اړه به یې حکومت څه وکړي.

XS
SM
MD
LG