د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت خبریال اسد علي طور د ۵ ورځو په جسماني ريماڼد د پلټنو وفاقي ادارې ته سپارلی دی


خبریال اسد علي طور د پاکستان پر پوځ په نیوکو مشهور دی. (پخوانی عکس)
خبریال اسد علي طور د پاکستان پر پوځ په نیوکو مشهور دی. (پخوانی عکس)

د اسلام اباد یو ضلعي عدالت د فبرورۍ پر ۲۷مه خبریال اسد علي طور د پينځو ورځو په جسماني ریمانډ د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې ته ورکړی دی.

د پلټنو وفاقي ادارې پر اسد طور تور پورې کړی چې هغه د عدالتونو خلاف "په بدنيتۍ سره کيمپېن" چلوي.

د روان ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان نګران وفاقي حکومت د دې معلومولو لپاره یو پینځه کسیزه پلټنیزه ډله جوړه کړه چې د عدالتي نظام او عدالتي فیصلو خلاف څوک پر ټولنیزو رسنیو فعالیت کوي.

پر ټولنیزو رسنیوو تر هغې وروسته پر ججانو نيوکې زیاتې شوې چې سپريم کورټ د جنورۍ پر ۱۳مه امر وکړ چې په سمه طریقه د مشر نه ټاکلو له امله، پاکستان تحريک انصاف نه شي کولای چې په راتلونکو انتخاباتو کې د انتخابي نښې په توګه د کرکټ بلا (بېټ) وکاروي.

د پلټنو وفاقي ادارې تېره اوونۍ هم اسد علي طور ورغوښتی وو او تر اتو ساعتونو یې له نوموړي پوښتنې ګروېږنې کړې وې.

د نوموړي وکيلي ايمان زينب مزاري د فبرورۍ پر اېکس ليکلي چې هغه "بې ګناه" دی او يوازينی "جرم" يې ريښتيا ويل دی.

د پاکستان يوشمېر خبريالانو او د حقونو فعالانو د اسد علي تور ګرفتاري غندلې ده او د هغه نيول يې د بيان د ازادۍ ضد عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG