د فردریش مرتس په مشرۍ د جرمني مسیحي ډموکراټ ګوند سي ډي یو نږدې ۲۹ فیصده رایې خپلې کړي خو د حکومت د جوړولو لپاره به له نورو ګوندونو سره اییتلاف ته اړ وي. آلترنتیف د المان لپاره AfD ښي اړخي افراطي ګوند هم نږدې شل فیصده رایې ګټلي.
اسراییل د فلسطیني بندیانو خوشی کول ځنډولي او ویلي یې دي چې دا کار یې د دې لپاره کړی چې حماس د اوربند د موافقې خلاف د دوی اسیران تحقیروي.
واتیکان اعلان کړی چې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو وضعیت ښه نه دی او لا هم له خطر څخه بچ نه دی.
د جرمني د فیبرورۍ ۲۳ سراسري ټاکنو ته د نږدې کېدو سره، د جرمني لپاره بدیل (AfD) ګوند د لا زیات ملاتړ ترلاسه کولو په حال کې دی، خو هممهاله له سختو مخالفتونو سره هم مخامخ دی. خلک دا ګوند تورنوي چې د کډوالو له لوري د تاوتریخوالي پېښو څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید د اوکراین د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري.
په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو ګوند یو شمیر لوړپورو غړو د ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي يې له "ټاکنو پرته دیکتاتور" بللی و.
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د څلورو وژل شویو برمته شویو کسانو جسدونه یې اسراییل ته سپارلي دي.
متحده ایالاتو ته د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدنې د پروګرام د بندېدو په اړه خپرو شویو راپورونو، د دغه پروګرام په شرایطو د برابرو کسانو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ظاهره په اوکراین کې د روسیې د یرغل په تړاو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ملامت کړی دی. ټرمپ ویلي، دی پر دې " خواشینی " دی چې زلنسکي په سعودي کې د امریکایي او روسي چارواکو په خبرو کې له ګوښه پاته کېدو شکایت کړی دی.
د بریټانیا دفاع وزارت منلې چې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۲ زرو زیاتو افغان پخوانیو کمانډو ځواکونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
نور راوښيه