د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

حماس د سره صلیب چارواکو ته د څلورو کسانو جسدونه وسپارل


د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د څلورو وژل شویو برمته شویو کسانو جسدونه یې اسراییل ته سپارلي دي.

حماس، چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګریز سازمان بلل کېږي، نن پنجشنبه (د فبرورۍ ۲۰مه) په غزې تړانګه کې د اوربند د موافقې له مخې د اسراییلي نوي زیږیدلي ماشوم کافیر بیباس، د هغه د څلور کلن ورور اریل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې په برید کې د دې ډلې له خوا تر ټولو کوچني یرغمل شوي بندیان وو، او د دوی مور شیري بیباس او اودي لیفشیتز جسدونه اسراییل ته وسپارل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر هر تابوت د یرغمل شویو کسانو عکسونه لګېدلي وو، له غزې تړانګه د سره صلیب په موټرو کې انتقال شول. د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د څلورو یرغمل شویو کسانو تابوتونه اسرائیل ته رسول شوي دي.

حماس د ۲۰۲۳ کال په نوومبر کې وویل چې یاد ماشومان او د دوی مور د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي، خو د دوی مرګ هیڅکله د اسراییلي چارواکو له خوا ننه و تایید شوی.

دا لومړی ځل دی چې حماس د موافقې پر اساس د اسراییلیانو جسدونه سپاري، او تمه نه کېږي چې اسراییل به د دوی هویت مخکې له هغې چېې د DNA ازموینې ترسره شي، اعلان کړي.

د اسراییل ولسمشر ایساک هرزوګ ویلي دي چې هغه د اسراییل د حکومت په استازیتوب د دې لپاره بخښنه غواړي چې په هغه خونړۍ ورځ یې د دوی ساتنه ونه شوای کولای او هم یې دا ونه شوای کولای چې یاد یرغمل کسان خوندي بېرته خپلو کورونو ته راولي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه، چې د اسراییل لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ بلل کېږي، د دغه هیواد صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاعي بنسټونه د امنیتي نیمګړتیا له امله له سختو انتقادونو سره مخ دي.

منتقدان استدلال کوي چې نتانیاهو د یرغمل شویو د بیرته راستنولو لپاره کافي اقدامات نه دي کړي، خو هغه دا انتقادونه ردوي.

د رویټرز د راپور له مخې، نتانیاهو د خپلو ښي اړخو ایتلافي متحدانو له خوا په غزه کې د اوربند د موافقې له امله له سختو نیوکو سره هم مخ دی.

خو پرله‌پسې نظرپوښتنې ښيي چې اکثره خلک د دې اوربند، چې تېره میاشت د امریکا په ملاتړ د قطر او مصر په منځګړتوب وشو، پلوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د جسدونو د سپارلو او ترې مخکې د شنبې په ورځ د شپږو یرغمل شویو کسانو د ژوندي تسلیمولو له امله، تمه کېږي چې سلګونه نور فلسطینیان، چې د غزې د جګړې پر مهال د اسراییلي ځواکونو له خوا نیول شوي او باور کېږي چې ښځې او ماشومان به هم په کې وي، خوشې شي.

تر اوسه پورې، ۱۹ اسراییلي یرغمل خوشې شوي دي، همدارنګه په دې لړ کې پنځه تایلینډي وګړي هم په ناڅاپي توګه خوشې شوي دي.

اسراییل په غزه کې جګړه د حماس له خوا پر دغه هېواد له برید وروسته پیل کړه. د اسراییل د شمېرو له مخې، د اکتوبر د اوومې نېټې د برید په پایله کې ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او ۲۵۱ کسان وتښتول شول.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییل پوځي کمپاین شاوخوا ۴۸۰۰۰ فلسطینیان وژلي او د غزې تړانګه یې په لویه کچه ویجاړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG