د جرمني د فیبرورۍ ۲۳ سراسري ټاکنو ته د نږدې کېدو سره، د جرمني لپاره بدیل (AfD) ګوند د لا زیات ملاتړ ترلاسه کولو په حال کې دی، خو هممهاله له سختو مخالفتونو سره هم مخامخ دی. خلک دا ګوند تورنوي چې د کډوالو له لوري د تاوتریخوالي پېښو څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید د اوکراین د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري.
په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو ګوند یو شمیر لوړپورو غړو د ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي يې له "ټاکنو پرته دیکتاتور" بللی و.
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د څلورو وژل شویو برمته شویو کسانو جسدونه یې اسراییل ته سپارلي دي.
متحده ایالاتو ته د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدنې د پروګرام د بندېدو په اړه خپرو شویو راپورونو، د دغه پروګرام په شرایطو د برابرو کسانو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ظاهره په اوکراین کې د روسیې د یرغل په تړاو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ملامت کړی دی. ټرمپ ویلي، دی پر دې " خواشینی " دی چې زلنسکي په سعودي کې د امریکایي او روسي چارواکو په خبرو کې له ګوښه پاته کېدو شکایت کړی دی.
د بریټانیا دفاع وزارت منلې چې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۲ زرو زیاتو افغان پخوانیو کمانډو ځواکونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
دا ناسته، چې " ویانا بهیر پنځمه غونډه" بلل شوې، د طالبانو د مخالفو جبهو مشرانو، یو شمېر افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، او ښځینه فعالانو په ګډون جوړه شوې، چې هدف یې د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشه جوړول ښودل شوی.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو او روس سیال یې سیرګي لاوروف او له دواړو خواوو نور جګپوړو چارواکو نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې.
امریکايي او روسي چارواکي نن په سعودي عربستان کې خبرې پیلوي خو د اوکراین ولسمشر چې د خلیج د سیمې د عربي هیوادونو او ترکیې په سفر وتلی، پرون په ابوظبي کې وویل چې په سعودي کې د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې په خبرو کې ګډون نه کوي.
نور راوښيه