د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

د کاتولیک عیسویانو د لوی مشر پاپ فرانسس روغتیايي وضعیت ښه نه دی


واتیکان، پاپ فرانسس (آرشیف)
واتیکان، پاپ فرانسس (آرشیف)

واتیکان اعلان کړی چې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو وضعیت ښه نه دی او لا هم له خطر څخه بچ نه دی.

واتیکان د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) اعلان وکړ چې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو د مشر، پاپ فرانسس وضعیت خراب شوی او هغه چې د " ساه لنډۍ په څېر تنفسي ستونزې" څخه کړیږي وینې ته هم اړتیا پیدا کړې.

د واتیکان په اعلامیه کې ویل شوي "مقدس پلار په هوښ دی او ورځ یې په څوکۍ کې په ناسته تېره کړه، که څه هم هغه د پرون پرتله ښه نه دی. د هغه حالت څارل کېږي."

پاپ فرانسس شاوخوا لس ورځې مخکې له تنفسي ستونزو وروسته د روم په جیمیلي روغتون کې بستر شو. ډاکټرانو د هغه ناروغي والګی او نېمونیا تشخیص کړې ده.

پاپ د تنفسي ناروغۍ په خاطر له لسو ورځو راهیسې په روغتون کې دی.

د واتیکان وروستۍ اعلامیه زیاتوي چې ډاکټران اړ شوي د تنفسي ستونزو له امله هغه ته یوه اندازه اکسیجن ورکړي. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پاپ فرانسس لپاره د وینې انتقال اړین و، ځکه د هغه د وینې اندازه لږه شوې ده.

واتیکان په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د پاپ فرانسس حالت لاهم نازک دی او له خطر څخه نه دی وتلی.

په دې اساس به پاپ دا یکشنبه هم په دې ونه توانیږي چې د دعا په مراسمو کې برخه واخلي.

د شنبې په ورځ په د روم جیمیلي روغتون مخې ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کاتولیک عیسویانو لسګونو مشران ورټول شوي وو او د پاپ د ښه کېدو لپاره یې دعاوې کولې. د دعا دا مراسم د راهبو خویندو له خوا نیول شوي وو.

له دې ډلې له چیلي څخه یوې راهبې سبرینا دیلبوکوېرک اسوشیتید پرېس ته وویل "موږ هیله لرو چې پاپ فرانسس بېرته روغتیا ترلاسه کړي او زموږ د کلیسا اداره مخته یوسي."

پاپ فرانسس ۸۸ کلن دی او له ۲۰۱۳ کال راهیسې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر دی. پر والګي سربیره، هغه په تیرو دوو کلونو کې څو ځله ناروغ شوی دی.

هغه په ځوانۍ کې د سږو په ناروغۍ اخته و، او ډاکټران اړ شول چې د هغه د سږو یوه برخه لرې کړي. هغه په وروستیو کلونو کې د سږو د انتانونو په وړاندې ډېر زیانمنونکی و.

فوربس مجلې پاپ فرانسس د نړۍ شپږم تر ټولو ځواکمن کس بللی دی.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر، څو میاشتې مخکې هم دوه ځله جراحي ترسره کړه او د هغه د لویو کولمو یوه برخه لیرې شوه.

پاپ فرانسس د نړۍ د څه باندې یو میلیارد او درې سوه میلیونه کاتولیک عیسویانو مذهبي رهبر دی چې د ډېر زیات ډیپلوماټیک، فرهنګي او مذهبي نفوذ په خاطر د نړۍ له ډېرو با قدرته اشخاصو څخه ګڼل کېږي.

هغه د فوربس مجلې له خوا د نړۍ شپږم تر ټولو ځواکمن کس بلل شوی دی.

پاپ فرانسس د کاتولیکې کلیسا د محافظه کاره دریځ د سمولو لپاره هڅې کړي او د افغانستان او ګڼو نور جنګ ځپلو هېوادونو لپاره یې په خپلو بیانونو کې د خیر ښېګڼې او سولې هیلې کړي دي.

پاپ فرانسس چې په ارجنتاین کې زیږیدلی دی، اصلي نوم یې خورخه ماریو برګولیو دی او لومړنی پاپ دی چې له لاتینې امریکا څخه دې مقام ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG