اسراییل د حماس سختدریځه ډله د اوربند تړون په پرلهپسې سرغړونې تورنه کړې او اعلان یې کړی چې د ۶۰۰ فلسطیني بندیانو، چې ټاکل شوې وه د شپږو اسراییلي برمتهوو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شي، ځنډول شوي دي.
د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ (۵ کب) په یوه بیان کې وویل چې د فلسطیني بندیانو خلاصون به تر هغه وخته وځنډول شي، چې ډاډ ترلاسه شي چې راتلونکي برمته کسان له تحقیرونکو مراسمو پرته ازاد شي.
په دې بیان کې ویل شوي چې حماس برمته تحقیر کړي او هغوی یې د تبلیغاتي اهدافو لپاره کارولي دي، چې دا کار د تړون ښکاره سرغړونه ده.
حماس، چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې ترهګره ډله ګڼي، د شنبې په ورځ شپږ اسراییلي برمته په دریو پړاوونو کې خوشي کړل. د توافق له مخې، اسراییل باید د دې کار په بدل کې ۶۰۲ فلسطیني بندیان ازاد کړي.
حماس، د تېرې یوې میاشتې په څېر، د برمتهوو د خوشې کولو پر مهال تبلیغاتي مراسم جوړوي.
اسراییل وار له مخه د حماس تبلیغاتي مراسم شرموونکي بللي، او ملګرو ملتونو هم د حماس دا کار غندلی او د هغه د درولو غوښتنه یې کړې ده.
هغه شپږ اسراییلي برمته کسان چې د شنبې په ورځ فلسطیني وسلهوالو خوشي کړل، د تړون د لومړۍ مرحلې وروستي ژوندي برمته کسان وو.
د غزې اوربند او د برمتهشویو کسانو او بندیانو د تبادلې توافق د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب شوی او د مرحلوي تطبیق پروسه یې د مرغومي۳۰مه (جنورۍ ۲۰مه) پیل شوې ده.
د دې تړون د لومړي پړاو له مخې، اسراییلي ځواکونه به په تدریجي ډول د غزې له مرکز څخه وځي، ۳۳ اسراییلي برمته او سلګونه فلسطیني بندیان به ازادېږي.
همداراز به هره ورځ په بشري مرستو بار ۶۰۰ لارۍ غزې ته داخلیږي.
د تړون لومړۍ مرحله، چې ۴۲ ورځې دوام لري، د راتلونکي شنبې په ورځ پای ته رسېږي، خو د دوهمې مرحلې رسمي خبرې لا نه دي پیل شوي.
حماس تر اوسه د فلسطیني بندیانو په ازادېدو کې د ځنډ په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د شنبې په ورځ یې ویلي و، که د تړون پر دوهم پړاو موافقه وشي، نو چمتو دی چې ټول پاتې اسراییلي برمته یوځای خوشي کړي.
اسراییل غواړي هر ډول توافق باید د دې سبب شي چې حماس پر غزه خپل کنټرول پای ته ورسوي او د دې ډلې مشران له غزې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د پنجشنبې په ورځ د امریکا په میامي ښار کې یوې غونډې ته ویلي و چې «د دوهم پړاو لپاره توافق خورا سخت دی»، خو که جدي کار وشي، د بریا چانس شته.