د اوسني صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ اس پي دي په څه باندې ۱۶ فیصدو دریم مقام خپل کړی دی.
د جرمني خلک د یکشنبې په ورځ له وخت مخکې فدرال ټاکنو کې برخه واخیسته څو د پارلمان یا بوندستاګ د ۶۳۰ غړو په انتخاب سربېره خپل راتلونکی صدراعظم وټاکي.
پایلې چې یکشنبه ماښام شاوخوا ۶ بجې اعلان شوې پکې د مسیحي محافظه کاره ګوند سي. ډي. یو مخکښي وښوده.
دغه ګوند د جرمني د پارلمان یا بوندستاګ له ۶۳۰ څوکیو ۲۱۰ خپلې کړي چې د ټولو رایو نږدې ۲۹ فیصده جوړوي.
د فردریش مرتس په مشرۍ دا ایتلاف به راتلونکی حکومت جوړوي خو اړ دی چې له یوه یا څو ګوندونو سره هم ایتلاف وکړي.
فردریش مرتس وویل نوی حکومت به ډېر ژر جوړ کړي څو یو وار بیا په اروپا کې رامخته شي.
«اصلي خبره دا ده چې په جرمني کې یو داسې حکومت بیا جوړ شي چې ژر تر ژره د ښه پارلماني اکثریت سره د عمل کولو توان ولري. ځکه، ګرانو ملګرو، بهر نړۍ زموږ په تمه نه ده، او د اوږدو ایتلافي خبرو او مذاکره په تمه نه کښیني. موږ اړتیا لرو چې په چټکۍ سره عمل وکړو ترڅو موږ په کور کې دننه سم کار وکړو، ترڅو موږ بیا په اروپا کې مخته راشو او نړۍ پوه شي چې جرمني یو ځل بیا په ډاډمن ډول اداره کیږي».
د دغه ګوند پلویانو هم چې په برلین کې د ګوند په یوه مرکز کې د پایلو له اعلانه په شور او ولولو هرکلی وکړ ټينګار وکړ چې فردریش مرتس به د جرمني راتلونکی صدراعظم وي.
۶۹ کلن فردریش مرتس چې له ۲۰۲۲ کاله د مسیحي ډموکراټ ګوند رهبر دی د اولاف شولڅ په حکومت کې د پارلمان د اپوزیسیون ډلو مشري هم کوله.
هغه د انګلا مرکل د واکمنۍ په دوره کې تر ډېره له سیاست لرې پاتې وو خو په ۲۰۱۸ کال کې یې یو وار بیا د سیاست میدان ته ودانګل.
د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال د فردریش مرتس ګوند عمدتاً د مالیو په کمولو، د پوځ په بیا جوړولو، د کډوالۍ او پناه غوښتنې د قوانینو په اساسي اصلاحاتو ټینګار درلود.
د جرمني په پارلماني ټاکنو کې د اټکل سره سم د ښي اړخي افراطي ګوند آلترناتیو د المان لپاره AfD نږدې شل فیصده رایې وګټلې. په بوندستاګ یا پارلمان کې د دې ګوند څوکۍ ۱۴۷ ته رسېدلي.
د دې ګوند مشرې آلیس وایدل د پایلو په لیدو وویل چې ګوند یې تاریخي بریا خپله کړې او چمتووالی یې وښود چې غواړي په راتلونکي حکومت کې برخه واخلي.
ښي اړخی افراطي ګوند د کډوالو ضد پالیسۍ مخته وړي، د جرمني د حاکمیت او هویت د خوندي کولو په لټه کې دی او ټینګار یې دی چې د جرمني پولې باید وتړل شي.
په دې ټاکنو کې له ښي اړخي افراطي ګونده د نړۍ د تر ټولو بډایه کس ایلان ماسک پراخ ملاتړ هم د ټولو پام ور واړاوه.
د جرمني په اوسنیو ټاکنو کې د صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ محافظه کاره کیڼ اړخي اس پي ډي ماته خوړلې او یواځې ۱۶ فیصده رایې یې ګټلي. دا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کیڼ اړخي ګوند تر ټولو بده پایله ګڼل کېږي.
که څه هم ښي اړخی ګوند په اوسنیو ټاکنو کې دویم ځای لري خو نورو ټولو ګوندونو واردمخه ویلي چې نه غواړي ورسره اییتلاف وکړي.
په دې ترتیب د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره باید مسیحي ډموکراټ ګوند له محافظه کاره کیڼ اړخي یا د جرمني له زرغون ګوند سره اییتلاف وکړي چې ممکن مذاکرې څو اوونۍ وخت ونیسي.