د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر له دې کبله نیوکه کړې چې د سعودي په خبرو کې د ګوښه پاته کېدو له کبله یې شکایت کړی دی.
ډونالډ ټرمپ پرون ( د فبرورۍ ۱۸مه) په فلوریدا کې ویلي" ما نن واوریدل چې ( زلنسکي) ویلې دي، مونږ ته بلنه نه ده راکړل شوې."
ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته په اشارې زیاته کړه" تاسو هیڅکله خبرې نه پیلولې، تاسو یوه هوکړه کولای شوای."
ټرمپ که څه هم ونه ویل چې هدف یې څه شی دی، خو مخکې يې ویلي چې اوکراین کې د روسیې جګړه د دې لپاره پيل شوې چې اوکراین ناټو کې غړیتوب ته لیواله دی.
د چارو څیړونکي بیا وایي، پر اوکراین د روسیې یرغل تر ډیره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د امپراتورۍ طلبه ارادو سره تړلی، نه ناټو کې د اوکراین د غړیتوب له غوښتنې سره.
ټرمپ په خپلو پرونیو څرګندونو کې ویلي، اوس " ډېر ډاډه" دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به یوې هوکړې ته ورسیږي.
ټرمپ په ریاض کې امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خبرو وروسته وویل، دی دا ځواک لري چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې هغه به ممکن دغه میاشت له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره هم وویني.
د فبرورۍ په ۱۷مه په پاریس کې یوشمېر اروپایي مشرانو وویل، دوی به اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه ولیږي، د امریکا ولسمشر له دغه اقدام سره مخالفت نه دی ښودلی.
د اوکراین ولسمشر او اروپایي متحدان یې وروسته تر هغه مایوسه شول چې امریکایي او روسیي مرکچیان د سعودي عربستان په منځګړیتوب په ریاض کې د اوکراین د جګړې په پای ته رسېدو جرګه شول.
د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي، د یوه اوربند په صورت کې اوکراین کې باید ټاکنې وشي، ځکه د اوسني ولسمشر ولودمیر زلنسکي د واک موده د ۲۰۲۴ کال په مې میاشته کې پای ته رسیدلې ده.
که څه هم معلومه نه ده چې د اوکراین جګړه به څه وخت او په کومو شرایطو پای ته رسیږي، خو امریکایي او روسي مرکچیانو د ریاض له غونډې وروسته ویلي دوی به د جګړې د هر څه ژر پای ته رسولو په هدف د خبرو لپاره خپل ټیمونه وګماري.