په داسي حال کې چې ټاکل شوې ده نن په سعودي عربستان کې د اوکراین په اړه خبرې پیل شی، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون (دوشنبې) په ابوظبۍ کې خبریالانو ته وویل، اوکراین د امریکايي او روسي چارواکو ترمنځ په سعودي عربستان کې په کېدونکو خبرو کې، ګډون نه کوي.
زیلنسکي وویل چې اوکراین د امریکا او روسیې له خبرو څخه خبر نه و او هر ډول مذاکرات چې د اوکراین په اړه وي، خو له اوکراین پرته ترسره شي، بې پایلې ګڼي.
ده زیاته کړه: هغه موافقې نه شي منلی چې د دوی په اړه یې نور کوي.
له بلې خوا د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د ولسمشر پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف به له خپلو امریکایي سیالانو سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي.
پیسکوف خبریالانو ته وویل چې دا ناسته به، چې موخه یې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو بېرته رغول دي، د فبروري په ۱۸مه یعني نن (سې شنبې) د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې په دې ناسته کې به د امریکا استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې لا دمخه په ریاض کې دی، د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، او ځانګړی استازی سټیو ویتکوف کوي.
لاوروف، چې د فبروري د ۱۸مې لپاره د سعودي عربستان په ناسته کې له ګډون مخکې په مسکو کې د سربیا له باندنیو چارو وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې اروپا څو ځله د دې فرصت درلود چې د اوکراین د ستونزې د حل برخه شي، خو زیاته یې کړه چې دی نه پوهیږي چې که اروپايي هېوادونه خبرو ته وبلل شي نو هغوی به څه ډول مرسته وکړي، ځکه چې د هغه په وینا، اروپايي سیاستوال غواړي جګړه دوام وکړي.
خو له بلې خوا اروپایي مشران پرون په پاریس کې راټول شول، ځکه چې ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د یوې موافقې د چټکولو لپاره فشار راوړي.
یوولس اروپایي مشران په پاریس کې سره راټول شول، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړي او د سولې د بهیر د چټکولو پر وړاندې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې هڅوي، ګډ دریځ پیاوړی کړي.
تیره اوونۍ ټرمپ لویدیځ متحدان هغه مهال حیران کړل، چې ولادیمیر پوتین ته یې زنګ ووهه او له هغه څخه یې وغوښتل چې "سمدستي" مذاکرات پیل کړي.
وروسته ټرمپ وویل چې دی ښایي "ډیر ژر" له پوتین سره وویني.