په دې غونډه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر نژدې کولو تمرکز وشي. د مسکو او واشنګټن اړیکي په تېرو څو لسیزو کې ډېر ترینګلي وو. په غونډه کې به د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ډونالډټرمپ او ولادیمیر پوتین کتنې ته هم لاره اواره شي.
دا خبرې د روسیې په اړوند د ټرمپ په مشرۍ د متحدوایالتونو په پالیسۍ کې د یوه ژور بدلون څرګندونه کوي.
اوکراین ته د ریاض په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې
اوکراین چې د نژدې درې کلنې جګړې په اوږدو کې یې په تدریجي ډول د روسیې د پراخ پوځي حضور پر وړاندې خپلې ډېرې سیمې له لاسه ورکړې دي، په دې غونډه کې ګډون نه لري.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي چې د ده هېواد به د روانې غونډې نتایج چې هرڅه وي، ونه مني، ځکه کییف ګډون نه پکې لري. د اوکراین اروپايي متحدانو هم اندېښنه ښودلې چې څنډې ته پرېښودل شوې دي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون خبریالانو ته وویل، د ریاض خبرې به ترډېره د امریکا او روسیې د اړیکو د ټولو اړخونو پر بیا رغونه متمرکزې وي او همداراز د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هدف احتمالي خبرو ته د تیاریو او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو لیدنې ته به لاره اواره کړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ټامي بروس بیا وویل، د دې غونډې هدف دا دی چې روښانه شي روسان څومره سوله غواړي او آیا په دې اړه په جزییاتو سره خبرې ممکنې دي که نه. مېرمن بروس زیاته کړه چې که څه هم اوکراین به د سه شنبې ورځې په غونډه کې حاضر نه وي خو د سولې په اصلي خبرو کې به حتما ګډون ولري.
اوکراین او اروپايي متحدان یې وېره لري چې له خبرو څنډې ته شوي دي
له دې سره سره د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا وروستيو ډيپلوماتیکو اقداماتو کییف او د هغه متحدان اندېښمن کړي دي. دوی وېره لري چې ښايي واشنګټن او مسکو په خپلو کې داسې یوه معامله وکړي چې د دوی له خوښې سره به سمه نه وي.
په دې ترڅ کې فرانسې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او برتانیا غونډه راوبلله څو په دې اړه بحث وکړي چې د دوی دریځ به څه ډول وي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون نن وویل چې ده د پاریس له پرونۍ غونډې وروسته د امریکا او اوکراین له ولسمشرانو سره ټلفوني خبرې وکړې.
ښاغلي مکرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکلي چې اروپا په اوکراین کې پیاوړې او دایمي سوله غواړي او دې هدف ته د رسېدو لپاره روسیه باید پر اوکراین یرغل پای ته ورسوي او ورسره باید اوکراین ته معتبر امنیتي ضمانتونه ورکړل شي.