مصر د غزې تړانګې د بیا رغونې لپاره د داسې پلان پر جوړولو کار کوي چې له مخې یې د غزې اوسیدونکي اړ نه دي چې خپلې مېنې پریږدي.
مصر او یوشمېر عربي هېوادونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه پلان سره مخالف دي چې ویلې يې دي، د غزې کنټرول په لاس کې اخلي او اوسیدونکي یې عربي هېوادونو کې میشتوي.
ټرمپ د فبرورۍ په څلورمه په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره په یوه خبري کانفرانس کې وویل " د غزې تړانګه به ولکه کړي او د امریکا متحده ایالتونه به د دې سیمې مالکیت ترلاسه کړي".
ټرمپ وویل، هغه فلسطینیان چې اوس مهال غزه کې دیره دي، نورو هېوادونو ته لیږي او خپله امریکا به د غزې د بیا رغونې پلان رهبري کوي.
هغه مهال مصر، اردون او یوشمېر نورو هېوادونو د ښاغلي ټرمپ له دې پلان سره مخالفت څرګند کړ.
خپله فلسطینیانو هم په پراخ ډول وویل چې خپل ټاټوبی نه پریږدي.
د مصر د الاحرام دولتي ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه پلان چې مصر یې د جوړېدو په حال کې دی، په غزه کې د " خوندي سیمو" د جوړولو غوښتنه کوي.
د راپور له مخې فلسطینیان به لومړی دغو خوندي سیمو کې په موقتو سرپناوو او خیمو کې ځای پر ځای کیږي او وروسته به بیا مصر او ګڼ نور ودانیز شرکتونه د غزې د وانیو ویجاړۍ پاکوي او له سره به یې رغوي.
د پلان له مخې په لومړیو شپږو میاشتو کې به په غزه کې درې خوندي سیمې جوړيږي او دغو سیمو ته به بشري مرستې ور رسیږي.
د مصر یوه چارواکي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، ټاکل شوې چې د غزې بیا رغونه پنځه کاله وخت ونیسي چې پر مهال به یې د غزې لسګونه زره اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د مصري چارواکو، عربي او لویدیځو ډيپلوماتانو په حواله ویلي چې قاهرې د دغه پلان په اړه له اروپايي چارواکو او دغه راز سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو سره خبرې کړي دي.
ویل شوي چې د غزې د بیا رغونې تمویل د دغو بحثونو په سر کې وو.
د غزې جګړه وروسته له هغه ونښته چې حماس وسله والې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل برید وکړ.
د دې برید په ځواب کې اسراییلو پر غزې هوایي او ځمکنې بریدونه وکړل چې نژدې یو مخ یې ویجاړه کړه.
په غزه کې دوه اعشاریه درې میلیونه خلک ژوند کوي چې د اسراییلو د جګړې له کبله یې لسګونه زره مړه او ټپيان شول او ګڼ شمېر له خپلو مېنو بې ځایه شول.