ازادي راډیو د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو، راپورونو او معلوماتو معتبره او باوري سرچینه ده. د باتجربه، مسلکي او هڅاندو ژورنالیستانو یوه ډله د ازادي راډیو او ددې راډیو د انلاین پلاټفورمونو لپاره مطالب چمتو کوي.
داسې مهال چې په افغانستان کې د انګورو فصل پیل شوی، په بېلابېلو ولایتونو کې یې د باغونو یوشمېر خاوندان او د ممیزو سوداګر له پانګوالو غواړي چې د ممیزو د پروسس د معیاري فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
هند سره د افغان سوداګرۍ پر مخ د واګې بندر تر تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د طالبانو حکومت ته وړاندیز کړی چې هغه هېواد سره هوايي دهلیز بېرته فعاله کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د نیول کېدو او شړلو وېره په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو د راستنېدو اصلي لامل دی.
په افغانستان کې د بریتانیا د ځواکونو د پخوانیو شاوخوا ۱۹ زره افغان همکارانو، چې بریتانیا ته د افغانانو د ځای پر ځای کولو پروګرام ته یې نوم لیکنه کړې وه، د پراخو شخصي معلوماتو تر افشا کېدو وروسته، د بریتانیا د دفاع وزارت پر ضد د تاوان غوښتنې ګڼې قانوني قضیې ثبت شوې دي.
د پاکستان حکومت د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې په اړه راپورونه بېبنسټه بللي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلېنسکي د یوه نوي قانون تر لاسلیک وروسته چې منتقدان یې د فساد ضد ادارو د خپلواکۍ غصب بولي او د عدلي اصلاحاتو او د قانون د حاکمیت د څو کلن پرمختګ د بېرته شاتګ په نظر ورته ګوري، له کورنیو پراخو مظاهرو او د لوېدیځ له سخت غبرګون سره مخ شو. خو نوموړی وروسته شا ته لاړ.
د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي، له ګاونډیو هیوادونو ایستل شوي افغانان چې بېرته طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي، د شکنجې، خپلسري توقیف او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې له خطر سره مخ دي.
ولی محمد نوري هغه نابینا افغان لوبغاړی دی چې تازه یې د بریتانیا له اېسېکس/ پخواني ټویټر پوهنتون افتخاري ډوکټورا تر لاسه کړې. دی د برېتانیا د معلولینو د ځغاستې او لامبو په ملي لوبډلو کې دی.
په داسې حال کې چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ په تېزۍ روانه ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، دغه هېواد له دې امله له یو نوي بېړني حالت سره مخ کېدونکی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د دوی په توقیف کې د بریتانیایې جوړې ټول بشري حقونه تضمین دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په توقیف کې د دې بریتانیایې جوړې د روغتیا او قانوني خدمتونو ته د نهلاسرسي په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
جرمني تأیید کړې چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د تخنیکي اسانتیاوو د برابرولو لپاره، د طالبانو د حکومت دوه ماموران مني.
له ایرانه افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي کډوال وایي، امېندوارې مېرمنې او کوچني ماشومان یې د خوړو له شدید کمښت او ان د تلفېدو له خطر سره مخ دي.
په واشنګټن ډيسي کې د امریکا یوې فدرالي محکمې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو هغه قانوني غوښتنه ومنله چې د امریکا د نړیوالو رسنیو له ادارې (USAGM) څخه یې د کانګرس لخوا تصویب شوې بودیجې د نه ورکړې پر ضد وړاندې کړې وه. محکمې ددې بودیجې د ورکړې ابتدايي امر صادر کړی دی.
بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جاسوسانو په ګډون د سلګونو بریتانویانو شخصي معلومات د هغو پراخو معلوماتو برخه ده چې په تېروتنه خپاره شوي دي.
په داسې حال کې چې له ایرانه د افغان کډوالو بېسارې او ډلهییزه جبري ایستنه دوام لري، افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو او نجونو د حقونو د احتمالي سرغړونې په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
ایموجي سره له دې چې د احساساتو، افکارو او حالاتو څرګندونه کوي، د لیکنیزو مکالمو د جذابیت لپاره هم کارول کېږي.
نور راوښيه