اوس دا روښانه نه ده چې زيلېنسکي تر کومه حده شا ته ګرځي او ایا دا به وکولی شي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې چې روسیې پر دې هېواد بشپړ یرغل کړی ، د اوکراین تر ټولو ستر کورنی کړکېچ کابو کړي.
د هغه قانون تر لاسلیک یوازې یوه ورځ وروسته، چې خپله حکومت په چټکۍ د اوکراین پارلمان ته وړاندې کړی و، زيلېنسکي ژمنه وکړه چې نوی قانون به وړاندې کړي. هغه وویل چې د خلکو غږ یې اورېدلی او دا "ډېر مهمه ده چې د فساد ضد ادارو د خپلواکۍ ټول اصول خوندي وي."
زيلېنسکي د جولای پر ۲۳ وویل: "ټولو اورېدلي چې خلک په دې ورځو کې څه وايي، په ټولنیزو رسنیو کې، له یو بله سره، په سړکونو کې... دا ټول بېنتیجې نه دي. موږ د خلکو ټولې اندېښنې، او ټول اړخونه تحلیل کړي چې باید څه بدل شي او څه پیاوړی شي."
ده د قانون پلي کوونکو، د فساد ضد ادارو، او د لویې څارنوالۍ له مشرانو وغوښتل چې د نوي قانون په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي، خو د قانون د محتوا او مهالوېش په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل او دا یې هم و نه ویل چې د جولای پر ۲۲ یې چې کوم قانون لاسلیک کړی و، بېرته به یې لغوه کوي که نه. دا قانون چې رسمي شمېره یې ۱۲۴۱۴ ده، د مظاهرهچیانو په لاسونو کې پر لېفافو او لوحو ښکاري.
د دې قانون مخالفانو د جولای پر ۲۴ د نورو مظاهرو اعلان کړی او د اپوزیسیون له "هولوس" ګوند څخه یوه وکیل ویلي، ۴۸ پارلماني استازو د قانون د یوې بلې مسودې ملاتړ کړی چې موخه یې د فساد ضد ملي ادارې (NABU) او د فساد پر ضد د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ (SAPO) خپلواکي بیرته اخیستل دي، او ښايي دا نوی قانون د جولای تر ۲۵مې رایې اخیستلو ته وړاندې شي.
نوي قانون د فساد پر ضد د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ مشر واکونه ختموي او دا اداره د لوی څارنوال تر امر لاندې راولي، چې دا د یادې ادارې د خپلواکۍ له منځه وړل دي. همداراز، لوی څارنوال ته دا واک ورکوي چې د لوړپوړو چارواکو قضیې بندې کړي یا د اوکراین د فساد ضد ملي ادارې له لوري د څېړل کېدونکو قضیو مسوولیت نورو ادارو ته وسپاري.
د اوکراین د فساد ضد ملي ادارې (NABU) او د فساد پر ضد د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ چارواکو د جولای پر ۲۳ ویلي، د حکومت له لوري د لاسوهنې په وړاندې د دوی پخواني تضمین شوې خوندیتوبونه باید بېرته وساتل شي او دا کار "شفافو او روښانه ګامونو" ته اړتیا لري.
اروپايي ټولنې د نوي قانون تصویب "جدي شاتګ" بللی، او نور منتقدان اندېښنه لري چې دا د فساد ضد مبارزې په برخه کې په اوکراین کې د ۲۰۱۴ کال د بدلون راهیسې په دې برخه کې ترلاسه شوې بریاوې له ګواښ سره مخ کوي. دا هغه بدلون و چې په اوکراین کې یې هغه مهال د مسکو پلوي ولسمشر ویکتور یانوکویچ له واکه لیرې کړ.
دميترو کوزياتينسکي، چې د روسیې پر ضد جګړه کې یو ځوان پخوانی سرتېری دی، د کییف په یوه مظاهره کې وویل: "په اصل کې، اوکراین د فساد ضد مبارزې له پلوه ۱۰ کاله شاته بیول شوی."
د "شفافیت نړیوال" سازمان د اوکراین د څانګې په وینا، دا نوی قانون له ټولنې د ۲۰۱۴ م کال د بدلون چې د "وقار انقلاب" یې بولي، تر ټولو ستره لاسته راوړنه (د فساد پر ضد خپلواکې ادارو رامنځ ته کېدل) اخلي.
زيلېنسکي د قانون له لاسلیک لږ وروسته وویل چې دا اقدام یې په اوکراین د فساد پر ضد ادارو کې د "روسي نفوذ" د له منځه وړو لپاره کړی، او وروسته یې چې کله د نوي قانون د وړاندې کولو ژمنه وکړه تکرار کړه چې: "د قانون پلي کوونکو ادارو په چارو کې به روسیې هېڅ نفوذ او مداخله پرې نه ږدي."
د مسکو په ګټه لوبه؟
خو منتقدان وايي چې پرعکس، دا قانون د مسکو په ګټه تمامېږي او ښايي د روسیې پر ضد د اوکراین د دفاع ظرفیت کمزوری کړي، د اوکراینیانو ترمنځ یووالي ته زیان ورسوي، او له کییفه د لوېدیځ ملاتړ کم کړي، هغه هم په داسې وخت کې چې دا ملاتړ د جګړې له پلوه ډېر مهم دی.
همداراز، دا قانون ښايي د واشنګټن اندېښنې لا ډېرې کړي، ځکه دا مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روسیې د جګړې د نه بندېدو پړه اچوي او ژمنه کړې چې د اروپا له لارې به اوکراین ته د وسلو مرستې زیاتوي.
د امریکا جمهورپال سناتور لیندسي ګراهام او ډیموکراتې سناتورې جین شاهین د جولای پر ۲۳ په یوه ګډ بیان کې د اوکراین د ولسمشر له خوا د نوي قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغوی ویلي: "اوکراین له 'وقار انقلاب' راهیسې د فساد ضد مبارزې په برخه کې ستر پرمختګونه کړي... موږ وېرېږو چې د پارلمان له خوا د دغه نوي قانون تصویب چې ولسمشر زيلېنسکي هم لاسلیک کړی، دا پرمختګونه له خطر سره مخ کړي، چې دا به د اوکرایني ولس د هیلو، د دغه هېواد د جګړې د هڅو، او د نړیوالې ټولنې د تمو پر خلاف وي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که مسکو او کییف د سپټمبر تر لومړیو پورې جګړه بنده نه کړي، نو پر روسیې به نوي بندیزونه ولګوي. په عین حال کې د جولای پر ۲۳ د استانبول درېیم پړاو خبرو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په برخه کې کوم ښکاره پرمختګ ونه شو.