د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا مهال هند ته د افغانستان په لویه کچه صادرات، چې وچه مېوه ده، د بندر عباس او چاهبهار بندر له لارې کېږي، چې په خبره یې هم ډېر وخت نیسي، هم لګښت پرې زیات راځي او هم رطوبت اخلي، چې له امله یې خپل اهمیت له لاسه ورکوي.
د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د دې او نورو ستونزو په اړه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ (د زمري په لومړۍ او دوهمه نېټه) دوه ورځې له طالب چارواکو سره خبرې وشوې:
"وړاندیز وشو چې د هوايي دهلیز لپاره له غټو الوتکو سره قرارداد وشي او موږ کولای شو په ورځني ډول له کندهار او کابل نه یو یا دوه پروازه چې په هغې کې اتیا ټُنه، سل ټُنه مواد وي، دا انتقال کړو. نو که دا کرایه هم لوړه وي او حکومت سبسایډي هم نه ورکوي، موږ حاضر یو. په دې باندې اوږد بحث وشو او له هند سره پرې وشو."
ښاغلی الکوزی وايي چې طالب چارواکو په دې اړه خپل یادښتونه واخیستل او ویې ویل چې په ګډه به په دې اړه کار کوو.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون هم د جولای په ۲۵مه په خپل ویبپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت او د مالیې وزارت مسوولینو پنجشنبه د اسد میاشتې په دویمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د ملي سوداګرو او صنعتکارانو له شاوخوا ۱۵۰ استازو سره کتلي او د هغوی د بېلابېلو ستونزو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
په دې خبر کې د هوايي دهلیزونو د رامنځته کېدو په اړه د بحث او خبرو یادونه هم شوې. وړاندې راغلي چې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت او د مالیې وزارت مسوولینو سوداګرو او صنعتکارانو ته ډاډ ورکړی، چې د یوشمېر شریکو شویو ستونزو د حل لپاره اړوند وزارتونو او ادارو جدي ګامونه اخیستي او ډېر ژر به حل شي.
د یادونې ده چې هند سره د هوايي دهلیز د بیا فعالېدو خبره داسې مهال کېږي، چې د روان کال د اپریل په ۲۴مه د هند د کشمیر په پهلګام سیمه کې له مرګوني برید وروسته، چې له امله یې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو، دا بندر د افغان سوداګرۍ پر مخ تړل شوی او یوازې د یو ځل لپاره تر ۱۵۰ پورې لارې چې هلته بندې پاتې وې د تګ اجازه ورکړل شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، هر کال د واګه بندر له لارې هند ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې مېوې صادرات کېدل، او دا لاره د افغان صادراتو لپاره تر ټولو لنډه او ارزانه لاره وه.
د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې ویاند خالد احمد رحماني وايي، د واګه بندر تړل کېدو افغان سوداګرو او هم کروندګرو ته درانه تاوانونه اړولي دي، او په دې اړه خبرو تر اوسه هېڅ نتیجه نه ده ورکړې. نو ځکه، په خبره یې، سوداګرو هند سره د هوايي دهلیز د بیا فعالېدو وړاندیز کړی دی.
هغه ازادي راډیو ته وویل:
"دا بندر چې له تېرو درې میاشتو راهیسې تړل شوی دی، سوداګرو او کروندګرو ته یې درانه تاوانونه اړولي دي. موږ له ښکېلو هېوادونو په وار وار وغوښتل، چې په ملت او خلکو د رحم، د فقر د له منځه وړلو او د کاري زمینو د رامنځته کولو لپاره باید واګه بندر خلاص شي، خو تر اوسه یې کومه ملموسه پایله نه ده ترلاسه شوې."
د یادونې ده چې افغانستان مخکې په تېر جمهوري نظام کې د هند په ګډون له څو هېوادونو سره هوايي دهلیزونه لرل، خو په دغه هېواد د طالبانو په بیا واکمنېدو سره دا ټول غیر فعاله شول.
دا چې ولې دغه هوايي دهلیزونه غیر فعال شوي، د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو، چې وړاندې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو مالي ملاتړ د امریکا لخوا کېده، چې اوس دا ملاتړ له منځه تللی. خو زیاته کړې یې وه، چې په ټوله کې سوداګر، خصوصي شرکتونه، او حکومت د دې په هڅه کې دي، چې محصولات د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېر جمهوري نظام کې په کلني ډول ۵ زره ټُنه مالونه، چې په کې تازه او وچه مېوه، غالۍ او طبي بوټي شامل وو، د هوايي دهلیزونو له لارې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرېدل.