د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۷

د ممیزو د تولید لپاره د معیاري فابریکو غوښتنه؛ باغ لرونکي له پانګوالو د مرستې غوښتنه کوي


داسې مهال چې په افغانستان کې د انګورو فصل پیل شوی، په بېلابېلو ولایتونو کې یې د باغونو یوشمېر خاوندان او د ممیزو سوداګر له پانګوالو غواړي چې د ممیزو د پروسس د معیاري فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

دوی وايي، که دا کار وشي، تر ډېره به له تاوانونو خوندي او کارونه به یې وغوړېږي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د انګورو یو باغ لرونکی او د ممیزو سوداګر بابر ازادي راډیو ته وویل:
"دا فابریکې د ټولو باغ لرونکو په ګټه دي، حاصلات راټولېږي، خو بهرنی بازار ورته نشته، همدا فابریکې دي چې بهرنی بازار ورته پیدا کوي."

د غزني ولایت د انګورو یو باغ لرونکی او د ممیزو سوداګر عبدالله هم ورته خبره کوي. دی زیاتوي چې دا مهال دوی خپلو تولیداتو ته هېڅ بازار نه لري:
"دا چې صادرات نه وي دا هم یوه ستونزه ده، دا اوس زما مالونه نیم د خپل باغ دي، نیم مې اخیستي، اووه میاشتې وشوې، ټول پاتې دي، بهر ته نه ځي."

د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنه هم د باغ لرونکو دا خبرې تاییدوي.

د دغې ټولنې ویاند خالد احمد رحماني ازادي راډیو ته وویل:
"همدا تېر کال موږ په سم ډول صادرات ونه شول کړای، ځکه چې زموږ محصولات باکیفیته نه وو، د ممیزو د پروسس د فابریکو جوړول کولای شي چې محصولات په نړیوالو معیارونو برابر کړي او له افغانستان بهر او کورنیو بازارونو ته یې صادر کړي."

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په کلني ډول له یو میلیونه ټنو زیات انګور تولیدېږي، چې له دې اندازې ۲۰ تر ۳۰ سلنه یې وچېږي او ممیز ترې جوړېږي.

خو د ده په خبره، ډېری یې په غیر معیاري او دودیز ډول وچېږي.

دی زیاتوي چې افغانستان په کلني ډول د نړۍ د ممیزو یو نیم سلنه تولید جوړوي.

په تصویر کې د هرات ولایت یوه ماشومه اوسیدونکې ښکاري چې تازه انګور یې په لاس کې دې او د ممیزو د پروسس لپاره یې راټول کړي.
په تصویر کې د هرات ولایت یوه ماشومه اوسیدونکې ښکاري چې تازه انګور یې په لاس کې دې او د ممیزو د پروسس لپاره یې راټول کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه که څه هم دا اړتیا نه ردوي، خو وايي چې دا مهال په افغانستان کې د ممیزو د پروسس لسګونه لویې او وړې فابریکې موجودې دي.

د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، هیله ده چې افغان پانګوال دې اړتیا ته پام وکړي او په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه، چهارشنبه د جولای په ۳۰مه، د کابل په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه.

د دې فابریکې مسوولین وايي، د فابریکې تولیدي کمپلکس د اته میلیونه امریکایي ډالرو په زیاته پانګونه، په ۱۲۸ جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې په کلني ډول د لس زره ټنه ممیزو د پروسس ظرفیت لري.

یو مسوول یې نصیب فدا ازادي راډیو ته وویل چې په دې فابریکه کې نېږدې ۱۵۰ کسان کار کوي چې ښځې هم پکې شاملې دي:
"موږ له شااوخوا ۳۰۰۰ باغ لرونکو مواد اخلو، دا چې څومره ظرفیت لرو، په یو ساعت کې ۴ ټنه پاکولای شو. د ښځینه کارګرانو شمېر له ۲۰ تر ۲۵ پورې رسېږي."

د نوموړي په خبره، دا مهال دا فابریکه دوه ډوله ممیز، سره (Red) او تامپسون (Thompson) پروسس کوي، چې دواړه یې د نړیوال بازار لپاره د اعتبار وړ دي.

ده زیاته کړه چې دوی به دا پروسس شوي محصولات روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو، کاناډا، امریکا، بریتانیا، او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادر کړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د دې فابریکې په پرانیسته کې ګډون کړی و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلویزیون په خپله ویب‌پاڼه لیکلي چې ملا برادر د پرانیستې په دې مراسمو کې بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر کیفیت او بسته بندۍ ټینګار کړی او دا موضوع یې د افغانستان د اعتبار او سوداګریزو اړیکو لپاره مهمه بللې ده.

په راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ادعا کړې چې دوی په افغانستان کې د کرنې سکتور ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

دا داسې مهال دی چې په افغانستان کې باغ لرونکو په وار وار شکایت کړی چې باغونه یې د خولو قیمت نه پرې کوي، وچکالي ده، اوبه نه لري، لازمې ملاتړې مرستې نه ورسره کېږي، د خپلو محصولاتو د ساتنې لپاره د شنو خونو له کمښت سره مخ دي، د محصولاتو لپاره یې د پروسس او بسته بندۍ معیاري فابریکې نه دي موجودې، او دغه‌شان بهرني بازارونه هم نه لري.

دوی هم ادعا کوي چې د لازمو اسانتیاوو نه برابرېدو او له ملاتړ نه‌شتوالي له امله تر ډېره په دې هېواد کې د باغدارۍ سکتور اغېزمن شوی دی.


XS
SM
MD
LG