د ایراني چارواکو له لوري د افغان کډوالو لپاره د ترانسپورتي بسونو د ټکټونو پر بندیز له اعلان وروسته، په دې هېواد کې افغان کډوال له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.
یو شمېر کډوالو ازادي راډیو ته ویلي، پر افغان کډوالو د بسونو د ټکټونو د پلور د بندیز تر څنګ، پولیسو په ډېرو سیمو کې د پلټنې پوستې جوړې کړي او د سفر پر مهال افغانان نیسي او افغانستان ته یې ډیپورت کوي.
په ایران کې د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست افغان کډوال عبدالحی وايي، له تېرو دریو کلونو راهیسې دوی په ایران کې ژوند کوي.
نوموړي، پر افغان کډوالو د بسونو د ټکټونو د پلور بندیز ته په اشارې، ازادي راډیو ته وویل چې، له دې سره سره په بېلابېلو برخو کې سختو محدودیتونو دوی اندېښمن کړي، او په ایران کې د دوی لپاره ژوند کول ستونزمن شوي دي:
"په تېرو دوو ورځو کې چې دوی تازه کوم قانون وضع کړی دی، له مخې یې ممنوعه ولایتونو ته د سفر اجازه نه لرو، موږ نه شو کولای د سفر لپاره د بس ټکټ واخلو او له یوه ځایه بل ته لاړ شو. دا زموږ لپاره ډېره د اندېښنې وړ ده. اصلاً نه پوهېږو چې څنګه سفر وکړو او څنګه خپلې ستونزې حل کړو. د همدې قانون له مخې، د زده کړو او روغتیا په ګډون ډېر خدمات محدود شوي دي."
په ایران کې مېشت یو بل افغان کډوال امید پویا هم ورته اندېښنه لري:
"د کډوالو لپاره لا دمخه د سفر او ترانسپورت ستونزې وې، خو اوس لا نورې سختې شوې دي. دا د اندېښنې وړ خبره ده. موږ اوس مهال غیرقانوني یو او هېڅچېرته هم سفر نه شو کولای. ځای ځای امنیتي پوستې جوړې شوي دي او نه شو کولای چیرې سفر وکړو. دا فکر کوو چې که چیرې لاړ شو، په لاره کې مو په کوم چیکپواینټ ښکته نه کړي او ډیپورت مو نه کړي، ځکه په تېزۍ سره ډیپورت روان دی او دا پروسه جریان لري."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې، د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، تازه ایراني چارواکو په یوه ناسته کې د بې اسناده افغان کډوالو لپاره د بسونو د ټکټونو د پلور په بندیز ټینګار کړی دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې، تازه د تهران یوه چارواکي ویلي، ان هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري هم، ممنوعه ښارونو ته د سفر اجازه نه لري او دوی ته هم د سفر ټکټ ورکول او لېږد یې غیرقانوني بلل کېږي.
د راپور پر بنسټ، د ایران یو شمېر چارواکو د افغان کډوالو د اخراج د پروسې په اړه ناسته کړې ده.
تسنیم لیکلي چې، په دې ناسته کې، په تهران کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو د عمومي ریاست سرپرست وحیدګلي کاني ویلي:
"اسناد لرونکي اتباع ممنوعه ولایتونو ته د سفر اجازه نه لري، او دوی ته د ټکټونو ورکړه او د هغوی لېږدول له قانوني چوکاټه بهر دي، او د ترانسپورتي شرکتونو لپاره ستونزې رامنځته کولای شي."
ختیځ او لوېدیځ ازاربایجانونه، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال او بختیاري، کهګیلویه او بویراحمد، شمالي خراسان، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هرمزګان او دغه راز یو شمېر نورې سیمې هغه ځایونه/ولایتونه یاد شوي چې، د ورته د افغان کډوالو سفر او هلته مېشتېدل منع ګڼل شوي دي.
ایران لا دمخه په دې هېواد کې د افغان کډوالو لپاره، په روغتیايي او د زده کړو په خدمتونو محدودیتونه لګولي وو.
په ایران کې پر مېشتو افغان کډوالو محدودیتونه، په داسې حال کې زیاتېږي، چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، دغه هېواد د افغان کډوالو د ډلهییز اخراج لړۍ تېزه کړې او هره ورځ زرګونه کسان د اسلامقلعه له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان له ایرانه د میلیونونو افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه اندېښنه ښودلې، او د دې هېواد د کورنیو چارو له وزارته یې د هغه کسانو د نه ډیپورت کېدو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.
دغه سازمان، د یو کمپاین په پیل کولو سره، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په ګډون، له ټولو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې، د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني نه د دغه کډوالو د اخراج د مخنیوي غوښتنه وکړي.
خو ایران، له دې ټولو غوښتنو او اندېښنو سره سره، د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ روانه ساتي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، د تېرې چهارشنبې په ورځ، د جولای ۳۰مه، په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې، په تېرو دریو میاشتو کې ایران ۱ عشاریه ۸ میلیونه افغان کډوال راستانه کړي دي.
نوموړي دغه راز وویل چې، روان کال ۱۸۴ زره نور افغانان له پاکستان او ۵ زره له ترکیې ایستل شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.