د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۳

ولسمشر ټرمپ وايي، ځانګړی استازی به  یې زر روسیې ته سفر وکړي


د اګست په دویمه نیټه، اوروژونکي د اوکراین د ډونیڅک سېمې په یو ښارګوټي تر برید وروسته لګېدلې اور وژني.
د اګست په دویمه نیټه، اوروژونکي د اوکراین د ډونیڅک سېمې په یو ښارګوټي تر برید وروسته لګېدلې اور وژني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ځانګړی استازی یې ښایي د اګست په شپږمه یا اوومه نېټه روسیې ته سفر وکړي.
ټرمپ مخکې ویلي وو چې اسراییل ته تر اوسني سفر وروسته به سټیف ویټکوف مسکو ته واستوي، خو په دې اړه یې نور جُزیات نه وو ورکړي.

ټرمپ د اګست په ۳مه نېټه له خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که مسکو د اګست تر ۸مې نېټې پورې د اوکراین په جګړه کې اوربند ونه مني، بندیزونه به پرې ولګوي.

ټرمپ وویل: "بندیزونه به وي، خو داسې ښکاري چې دوی له بندیزونو په ډډه کولو کې ښه دي."
"نو موږ به وګورو چې څه پېښیږي."

د ټرمپ د دوهم پړاو تعرفې به احتمالاً چین او هند په نښه کړي، چې د روسیې د تېلو دوه لوی پېرودونکي دي.
کیېف او مسکو د ټرمپ د ټاکلي ضرب‌الاجل څخه مخکې پر یو بل بریدونه کړي دي.

د اوکراین په سوېل ختیځه سیمه زاپوریزیا کې والي د اګست په ۳مه ویلي چې په دې سیمه کې د وروستي برید په نتیجه کې درې کسان وژل شوي دي.

هغه په ټیلیګرام ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې پر سټیپنوهیرسک برید شوی دی، چې دا ښار د جګړې له لومړۍ کرښې یوازې څو کیلومتره لرې پروت دی. ده زیاته کړې چې دوه نارینه، چې عمرونه یې ۴۰ او ۵۰ دي، او یوه ۵۸ کلنه ښځه وژل شوي دي.

د روسي چارواکو په وینا، د تور سمندرګي په تفریحي ښار سوچي کې د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د اګست په ۳مه سهار د تېلو سیمه‌ییز ډیپو ته اور واچاوه. د سوچي ښاروال وروسته ویلي چې په دې پېښه کې هیڅ څوک نه دي ټپي شوي.

ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشار راوړی چې د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو موافقه وکړي، چې دا جګړه اوس څلورم کال ته داخله شوې ده.

XS
SM
MD
LG